د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې په ځانمرګي او راکټي بريدونه کې د ۹ وسله والو په ګډون ۳ ولسي وګړي وژل شوي، ۴ پوليس ټپیان شوي دي.
د امنیتي سرچینو پر وینا، په دغو بریدونو کې ۳ ولسي وګړي هم ټپیان شوي دي.
د پکتيا امنيتي چارواکي وايي، ځانمرګی بريد تېر مازيګر د (جولای په ۸مه) د زرمت ولسوالۍ د پولیسو پر پوسته شوی، چې ۴ پوليس په کې ټپيان شوي دي.
د پکتيا امنيه قومندان پاسوال زلمي اورياخېل له سلام وطندار سره په خبرو کې وويل، چې له ځانمرګي بريد وروسته وسله والو طالبانو پر پوسته ډله یيز بريد وکړ.
اوریاخېل زیاتوي، چې د پولیسو په ځوابیه ډزو کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دغه راز د ملکي روغتون سرطبيب عمر خطاب وايي، چې په جګړه کې د امنیتي ځواکونو پوستې ته څېرمه يو کور په راکټ لګېدلی، چې په پايله کې یې دوه نجونې او يوه ماشومه وژل شوي، دوه ښځې او يو کس ټپي شوي دی.
د خطاب په خبره، ټپيان د شپې ناوخته د پکتيا ملکي روغتون ته راوړل شوي وو، چې ډاکټران يي روغتيايي حالت د ډاډ وړ بولي.
د پېښې مسوليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستي ادعا کوي، چې په بريد کې يې ګڼ شمېر پوليس وژلي دي.





