کندهار ته د نوي والي تګ او لومړی ډله ییز برید

کندهار ښار له څو اوونیو نسبي کرارۍ وروسته نن یکشنبه یو ځل بیا د ډله ییزځانمرګي بریدونه وشول.

سهار وختي شپږ بجې دېرش دقیقې په پنځمه ناحیه کي ښور اندام سیمي ته نېږدې د ملي امنیت ریاست د چټک غبرګون د قطعې ودانۍ مخ ته د مازدا موټر چاودنې سیمه ولړزولې.

وروسته درې تنو نورو ځانمرګي برید کوونکیو، چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وو، غوښتل یادي ودانۍ ته ننوزي، خو د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ او تر نیم ساعت جګړې وروسته ټول ووژل شول.

د یاد برید په پیل کې د والي ویاند صمیم خپلواک او په کندهار کې د ملي امنیت ریاست ویاند د دغې پېښې پخلی وکړ، خو له نورو جزيیاتو ورکولو يې ډډه وکړه.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږل شوې پیغام کي سمدستي د پېښي مسؤلیت پرغاړه واخیست.

نوموړي په دې پېښه کې د زیاتو سرتېرو د مرګ ژوبلې خبره وکړه، خو یوې امنیتي سرچینې د نوم او ږغ نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې په دې وسله وال ډله ییز ځانمرګي برید کي ۴ وسله وال بریدګر او د ملي امنیت ۳ کارکوونکي وژل شوي دي. 

سیمه تر ناوخته پوري کلابنده او چا ته اجازه نه ورکول کېده، چې له نېږدې حالات وویني.

عیني شاهدان وايي، چاودنه ډېره زوروره وه او وروسته يې د سپکو وسلو ډزې هم اورېدلې دي.

له پېښي دوه ساعته وروسته د ملي امنیت لوی ریاست په کابل کې د فیسبوک له لاري خبرپاڼه خپره کړه.  

په خبرپاڼه کې راغلي دي، په مازدا موټر کې ۱۲۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي کارول شوي، چې په پایله کې يې د ملي امنیت ۴ سرتېري برسېرن ټپیان کړي او نور چا ته تاوان نه دی رسېدلی.

په کندهار کې وروستیو ناامنیو کندهاریان اندېښمن کړي او له دولت نه غواړي، چې د امنیت خوندي کولو ته پیاوړي ګامونه پورته کړي.

امنیتي چارواکي وايي په سیمه کې امنیت دی او هیڅ چاته به اجازه ورنه کړي، چې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

کندهار ته د نوي والي له راتګ سره سم دا لومړی ډله ییز ځانمرګی برید دی، چې په کندهارښار کې کیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام