مشرانو جرګه: ولسمشر د کندهار پېښې ته پاملرنه ونه کړه

د مشرانو جرګې ځېنو غړو پر حکومت نیوکه وکړه، چې د کندهار پر هوايي ډګر باندې شوي برید ته یې پاملرنه ونه کړه.

د مشرانو جرګې وکیلانو په ټینګار سره وویل، چې ولسمشر غني تل په کندهار او هلمند ولایتونو کې د ځېنو پېښو پر وخت خپله ډېره توجو شمالي ولایتونو ته اړولې ده. د دوی پر وینا، غني د هلمند، کندهار او هغې خوا پروتو ولایتونو ته چندانې لومړیتوب نه ورکوي.

دغه برید د (ډېسمبر په ۸مه) نېټه شوی و او په هماغه تازه وختونو کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي وو، چې په دې پېښه کې ۳۷ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ژوبل شوي وو.

دفاع وزارت همداراز زیاته کړې وه، چې په دغه برید کې ۱۱ ځانمرګو بریدګرو برخه اخیستې وه.

د پېښې په سیمه کې دوکانونه، ښوونځي، د دارالمعلمین الحاقیه او ځېنې نورې ودانۍ سوځېدلې وې.

په یاده سیمه کې د ملي اردو، سرحدي زون او د بهرنیو ځواکونو استوګنځي هم موجود وو.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې غړې رڼا ترین نن (یکشنبه) د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وویل، چې د کندهار د هوايي ډګر په برید کې یواځې ۳۵ ماشومان وژل شوي دي.

د ترین پر وینا، د کندهار هوايي ډګر امنیت د مجهزو امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی، خو دا پوښتنه لا هم بې ځوابه ده، چې وسله والو څنګه او له کومو لارو پر هوايي ډګر برید کړی دی؟

د دې پر وینا، د وسله والو مخالفینو او د دوی له خوا د وسلو د انتقال په اړه باید پوره څېړنه وشي.

د سناتورانو له خوا پرېکړه وشوه، چې د پېښې په اړه پلټنه وکړي او د بې غورۍ اصلي علتونه پيدا کړي. خو معلومه نه ده، چې د نورو پلټونو په څېر به دا هم بې رنګه وي او که به ولس ته د پېښې د حقیقت په اړه رون تصویر وړاندې شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام