چارواکي: په کابل ښار کې ځېنې لوړې ودانۍ معیاري نه دي

تېره ورځ د زلزلې له کبله په کابل ښار کې ځېنې ودانۍ زیانمنې شوي دي.

د ښار جوړونې وزارت مسولین وايي، چې دغه ودانۍ د خصوصي شرکتونو له خوا جوړې شوي دي او اړوندو دولتي بنسټونو د دغو استوګنیزو ودانیو د جوړولو پر مهال څارنه  نه ده کړې.

دغه زلزله د ریکټر په حساب ۷،۷ دریجې د روان کال د لړم میاشتې په ۴مه نېته د کابل پر وخت د ماسپښین په یوې بجې او ۳۰ دقیقو رامنځته شوه، چې د افغانستان ځېنې ولایتونه او ګاونډي هېوادونه یې ولړزول.

د لزلزلې مرکز د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد ښار سوېل ختیځ لورته شاوخوا ۷۰ کیلو متره لرې ۲۰۰ کیلو متره د ځمکې په ژور کې ښودل شوی دی.

د ښار جوړونې وزارت مسلکي مرستیال امرالدین سالک سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې په ښارونو کې غیر معیاري استوګنیزې ودانۍ جوړې شوي دي او لامل یې د مسولو دولتي ادارو نه څارنه یاد کړل.

سالک وايي،دا معلومه نه ده، چې له ودانیو څخه څارنه د کابل ښاروالۍ او که د ښارجوړونې وزارت مسولیت دی.

نوموړي وویل، اوس مهال دواړه بنسټونه په بېل بېل ډول له ودانیو څخه څارنه کوي.

ده وویل، چې باید د ودانیو څخه د څارنې په برخه کې یو ځانکړي ارګان ته مسولیت و سپارل شي.

په ورته وخت کې د دغه وزارت د ودانیو جوړونې برخې مسول انجینیر امرالله ابراهیم خېل د استوګنیزو ودانیو د زیانمنېدو په اړه وویل، چې زیاتې استوګنیزې ودانې په غیر معیاري ډول جوړې شوي دي او بې کیفیته توکو څخه په کې کار اخیستل شوی دی.

ابراهیم خېل وویل، اوسنۍ جوړ شوې زیاتې هغه د زلزلې پر وړاندې مقاومت نه لري او حکومت یې په دې برخه کې په نه څارنه تورن کړ.

دی وايي، که د دوشنبې ورځې زلزلې مرکز په کابل کې وی، زیات شمېر خصوصي ودانۍ به یې ویجاړې کړی وی.

ابراهیم خېل وویل، چې د استونګنې ودانۍ باید د زلزلې په ۸ درجو د ریکټر کې هم مقاومت ولري او اوسنۍ جوړې شوې  لوړې ودانۍ له دغه مقاومت څخه برخمنې نه دي.

د پل تخنیک پوهنتون د ودانیو برخې استاد مظهر کاویاني په دې اړه سلام وطندار ته وویل، چې زیاتې ودانۍ د نړیوالو معیارونو له مخې نه جوړیږي او خبرداری ورکوي، که د ښار جوړونې وزارت په دې برخه کې جدي څار ونه کړي، په راتلونکي کې به لوی ناورین رامنځته شي.

د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست د شمېرو پر بنسټ د تېرې ورځې په زلزله کې ۸۰ تنه وژل شوي دي او ۳۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

همدا ډول په ۱۴ ولایتونو او  ۱۱۵ ولسوالیو کې ۴زره او ۴۰۰ کورونه زیانمن شوي دي.

په همدې حال کې د ولسمشرۍ مانۍ د ویاند مرستیال ظفر هاشمي په یوې خبري ناسته کې وویل، چې حکومت زلزله ځپلو سره دمرستو په برخه کې دمرستې په لارو چارو جدي تمرکز کړی او زلزلې ځپلو سره به لازمې مرستې وشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام