په بلخ ولایت کې د کنجدو غوړو تولید په کمېدو ده

په بازارونو کې د کنجدو غوړي تر نورو هغو ګتور دي.

د هېواد په شمالي ولایتونو کې په ځانکړي توګه په بلخ ولایت کې په پلوي وریجو کې زیات کارول کېږي، خو حکومت د هغو کسانو لپاره چې دغه غوړي تولیدوي؛ د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې پاملرنه نه ده کړې.

په بلخ ولایت کې بزګران او د ځمکو خاوندان اوس هم په پخوانیو طریقو سره د کنجدو غوړي تولیدوي.

د بلخ ولایت ځمکوال د اوښانو او اسونو په وسیله هر ورځ ۶۰ کیلو ګرامه د کنجدو غوړي تولیدولی شي.

فردین هغه څوک دی، چې له کلونو راهیسې په جهازخونه کې د اوښ په ګرځولو سره د کنجدو غوړي تولیدوي.

نوموړي سلام وطندار ته وویل، چې له خپل کاره خوښ دی، خو دا چې د خلکو اقتصادي حالت ښه نه دی او دغه غوړي ګران دي؛ بې وزله خلک یې نه شي اخیستلی.

دی د کنجدو غواړیو د بیو په اړه وايي، چې د کنجدو ۱۴ کیلو ګرامه غوړي په ۱۱۲۰ افغاني پلورل کېږي.

که حکومت دې محصول ته پاملرنه وکړي، په ښارونو کې به یې بیې راکمې او په همیشني کاري سرچینې به بدل شي.

دغه غوړي په طبعي ډول تولیدېږي او شتمن یې د تولید پر مهال په سملاسي ډول اخلي.

د هېواد په شمالي ولایتونو کې زغر او کنجد د ښو حاصلاتو له امله په زیاته اندازې سره کرل کېږي، خو د معاصرو کارخانو نشتوالی د دې لامل شوی دی، چې دغه غواړي بهرنیو هېوادونو ته وړل کېږي او په بازارونو کې یې بیه لوړېږي.

له بل لوري په بازارونو کې له بهره ټیټ کیفیت لرونکي غوړي راول کېږي او د کورنیو تولیداتو په پرتله څو چنده ارزانه پلورل کېږي.

د بلخ ولایت د زراعت ریاست د زراعتي چارو امر اسدالله ستیغ وايي، چې که چېرې کروندګر په خپله د کنجد غوړو صنعت ته ادامه ورنه کړئ؛ دولت یې د ساتنې لپاره هیڅ پروګرام نه لري. د ده په خبره، ادارې او سازمانونه د دې صنعت د بقا او پرمختګ لپاره هیڅ ډول طرحه نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې کنجدي غوړي د بلخ ولایت له بهترینو حاصلاتو څخه شمېرل کېږي.

د ستیغ په خبره، هر کال په بلخ ولایت کې ۵ زره هکتاره ځمکې باندې د کنجد نبات کرل کېږي.

د کنجد غوړو پلورنکي په دې باور دي، که چېرې دولت له کروندګرو سره د کنجد نبات په کرلو کې او ساتلو کې مرسته او پانګونه وکړي؛ نرخ به یې لوړ او په ټول هېواد کې به په اسانۍ سره پيداکېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام