
روزګان ولايت کې مسوولان وايي، په دې ولايت کې د طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې په پايله کې يې ۲۱ وسلهوال طالبان او ۹ افغان سرتېري وژل شوي دي.
د ياد ولايت د والي ویاند زړګی عبادي سلاموطندار ته وویل، تېره ورځ وسلهوالو طالبانو د دهراوود ولسوالۍ پر «جیتو کمپ» وسلهوال بريد کړی دی چې د جګړې پر مهال د افغان امنيتي ځواکونو هوايي پوځ سيمې ته رسېدلی او هوايي بريدونه يې کړي چې په پايله کې يې ۲۱ طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.
د عبادي په وينا، په دې نښته کې ۹ افغان سرتېري هم وژل شوي او ۶ ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، په دې نښته کې امنيتي ځواکونو ته د وسلهوالو طالبانو يو شمېر وسلې هم لاس ته ورغلي او همداراز د جګړې په سيمه کې د طالبانو مړي هم پاتې دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.





