د افغانستان تنکیو ځوانانو فوټبال ملي لوبډله بنګله دېش ته ځي

ټاکل شوې ده، د افغانستان ۱۶ کلنه فوټبال ملي لوبدله د بنګله دېش په کوربتوب په سویلي اسیا فوټبال جام سیالیو کې ګډون وکړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سیالۍ به د روانې اګست میاشتې په ۹مه نېټه پیل شي.

د فوټبال ۱۶ کلنو ځوانانو دا درېیم پړاو د سویلي اسیا فوټبال ټورنمېنټ به د بنګله دېش په (سیلهیټ) ښار کې وشي.

د فوټبال فدراسیون خبرپاڼه لیکي، چې د ټورنمېنټ لپاره د لوبډلو لوبډلوېش یا پچه اچونه په کوربه هېواد بنګله دېش کې وشوه، چې له مخې به یې افغانستان په (بي) ګروپ کې ولوبېږي.

 

د لوبډلوېش له مخې به په دوهم ګروپ کې افغانستان روانه میاشت په لیګ لوبو کې له نیپال او مالدیف لوبډلو سره سیالۍ وکړي.

دغه راز د پچې اچونې په پایله کې د دې سیالیو لپاره په لومړي ګروپ کې هندوستان له سریلانکا او بنګله دېش لوبډلې یو بل سره مخامخ شوې.

ویل کېږي، چې د پاکستان او بوتان فوټبال لوبډلې د نامعلوم دلیل له کبله پدې سیالیو کې برخه نه شي اخیستلی.

د فوټبال اسیایي شورا د مهالوېش له مخې به د ټورنمېنټ او د افغانستان ۱۶ کلنې فوټبال ملي لوبډلې ټولې لوبې د افغانستان پر وخت د مازیګر ۳ نیمې بجې پیلېږي.

د ورکړل شوي مهالوېش له مخې به د سویلي اسیا په ۱۶ کلنو فوټبال ټورنمېنټ کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د ټورنمېنټ په ۴ ورځ له مالدیف سره او وروستۍ لیګ لوبه به د اګست پر ۱۴ مه نېټه له نیپال ۱۶ کلنې فوټبال ملي لوبډلې سره وکړي.

د اسیایي شورا د پلان له مخې د هر ګروپ ۲ مخکښې لوبډلې به دویم پړاو (سیمي فاینل) پړاو ته لاره پیدا کوي، ورپسې به ۲ لوبډلې فاینل ته رسېږي او بیا به دغه سیالۍ د روانې اګست میاشتې په ۱۸ مه نېټه د اتلې لوبډلې په اعلان سره پاې ته ورسیږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام