د راپورونو له مخې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ نن پنجشنبه د (اکټوبر۲۲ مه ) د جوزجان په خماب ولسوالۍ کې پوځي عمليات ترسره شول، چې د دغو عملیاتو په نتيجه کې یاده ولسوالۍ يې د طالبانو له شتون څخه پاکه کړه.
دوستم د جګړې په لومړي ليکه کې سلام وطندار ته وویل، چې وسله وال طالبان يې د ترکمنستان تر سرحده پورې په شا تمبولي دي.
دغه پوځي عمليات د " تورې" په نوم یاد شوی.
د ولسمشر لومړي مرستیال زیاته کړه، چې په دغو عملياتو کې ۲۵ طالب وسله وال وژل شوي، ۱۵ ټپیان او ۱۳ نور يې ژوندي نيولي دي.
پټه دې پاتې نه وي، چې په يادو عملياتو کې د یو ځای پر ځای شوي ماين د چاودنې له امله ۵ سيمه پولیس وژل شوي او ۷ نور يې ټپیان دي.
جنرال دوستم وايي، چې په دغو عملياتو کې يې ۶ عرادې رنجر موټرې او ۷۰ عرادې موټرسایکلونه يې د وسله والو طالبانو څخه هم افغان امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي.
د ولسمشر لومړي مرستیال دا هم وویل، چې په دغه جنګ کې ۱۵۰۰ افغان امنيتي سرتېري په جګړه بوخت دي او ددغه ولسوالۍ له تصفيې څخه وروسته به د غورماچ ولسوالۍ په لور وخوځيږي.
د نوموړي په وينا، له عملیاتو وروسته به په هر مهم ځای کې امنيتي پوستې جوړې او پولیس به يې د ساتنې له پاره وګومارل شي.
جنرال دوستم وايي، چې له هغه وروسته به د کندوز د تصفيې له پاره هم د ولسمشر په هدایت لاړ او د وسله والو طالبانو څخه به د کندوزیانو انتقام هم واخلي.
په همدې حال کې د خماب ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي هم د داشان پوځي عملياتو له ترسره کولو ملاتړ کوي او وايي، چې له عملياتو وروسته باید امنيتي پوستې جوړې شي، ترڅو د طالبانو د بیا راتګ مخنيوی وشي.
د خماب ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی د نورالله په نامه وايي، چې د دغو پوځي عملیاتو په نتیجه کې چاته زیان نه دی اوختی او اوسمهال بېرته خلک خپل عادي ژوند ته ګرځېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ وسله والو طالبانو د جوزجان پر خماب ولسوالۍ ډله ییز بريد وکړ او دغه ولسوالۍ يې په خپله ولکه کې کړه.





