د غزني والي: د طالبانو مالي ملاتړي باید نابود شي

غزني ولایت په دې وروستیو کې ډېر ناامنه شوی دی. طالبان هره شپه د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کوي او سربېره په دې په واټونو کې ترور په خلکو ژوند تورتم کړی دی.

د دې ولایت والي وحیدالله ‌کلیمزي سولې ته د رسېدو په مشورتي غونډه کې وویل، غوڅ دریځ لري او ټولو امنیتي بنسټونو ته یې امر کړی دی چې د طالبانو ټول نفوذي عوامل او هغه وګړي چې دغې ډلې ته پيسې راټولوي په نښه کړي.

د غزني د والي په خبره، په دې ولایت کې د طالبانو د جګړې یوه مهمه برخه له ښار او کلیو نه د دې ډلې د نفوذي کسانو د مالي تمویل په مرسته مخې ته ځي.

ښاغلی کلیمزی وايي، هغه کسان دې ووژل شي څوک چې طالبانو ته پیسې راټولوي.

کلیمزي د غزني له قومي مشرانو هم غواړي چې په رښتیني ډول د دولت ملاتړ وکړي او نه باید نمایشي او ریاکارانه عمل.

د غزني امنیه قوماندان فرید مشعل هم وايي چې له خپل ټول ځواک سره هڅه کوي چې د طالبانو د مالي ملاتړو تر څنګ د دې ډلې نفوذي عوامل او هغه کسان چې په ښار کې ترور کوي؛ له هغوی سره قانوني چلند وکړي.

د غزني ولایتي ادارې له‌دې مخکې هم د طالبانو او د هغوی ملاتړو د ځپلو په پار ډېرې ژمنې کړي؛ خو تر اوسه په‌دې برخه کې عملي ګام نه‌دی پورته شوی او غزني د هرې ورځې له تېرېدلو سره ناامن کېږي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام