سرپُل کې د یو محلي قوماندان او پولیسو نښته کې ۱۰ تنه وژل شوي

د سرپُل د ولایتي شورا غړی اسدالله خرم سلام وطندار ته وویل، په‌دې ولایت کې د پولیسو او غیرمسوول وسله‌وال قوماندان ترمنځ په نښته کې د ملکیانو په ګډون له دواړو خواوو نه شاوخوا ۱۰ ملکیان وژل شوي‌دي.

د سرپُل والي ویاند ذبیح‌الله اماني وايي، د غیرمسوله‌ وسله‌والو قوماندان مولوي مهدي مجاهد دغه ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنو ته د نوماندانو د ټاکنیزو مبارزو مخه نیسي او د ځینو هغوی ټاکنیز دفترونه یې هم تړلي دي.

د سرپل والي ویاند په وینا، د غیرمسوولو وسله‌والو قوماندان له دغه اقدام وروسته امنیتي ځواکونو ورسره نښته پیل کړې ده.

دا نښته داسې مهال رامنځته شوې‌ چې د مولوي مهدي په نوم یو غیرمسوول وسله‌وال قوماندان د سرپُل په بلخاب ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د نوماندانو د کمپاین مخنیوی کړی‌و.

ښاغلي خرم سلام‌وطندار ته وویل چې اوس هم په‌دې ولسوالۍ کې جګړه روانه ده.

د سرپُل امنیه قوماندان عبدالقیوم باقي‌زوی د دې خبر په تایید سره وايي چې دې غیرمسوول قوماندان ډېر امنیتي مشکلات جوړ کړي وو.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام