غني: په امنیتي ارګانونو کې فساد د سرتېرو مرګ ژوبله زیاتوي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې د امنیتي ځواکونو اړوند ارګانونو کې د فساد شتون د دغو سرتېرو د مرګ ژوبلې د زیاتېدا لامل شوی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې پر ورځ د افغان ځواکونود شهیدانو په یاد جوړه شوې غونډه کې د فساد شتون په اړه يې اندیښنه وښوده او زیاته يې کړه، چې د فساد د له منځه وړلو په موخه یې په تېرو شپږو میاشتو کې د ملي دفاع  د۷۰۰ کارکونکو  دندنې تغیر او تبدل کړې دي، چې زیاترو کسانو یې  له ۳ کلنو ډير په دغو دندو  کار کاوه.

ولسمشر غني زیاتوي، چې د تدارکاتو بهیر او همدا ډول د امنیتي ځواکونو ټپيانو ته د رسیدنې په برخه کې بنسټيز بدلونونه راغلي دي.

ښاغلی غني په دغو مراسمو کې د امنیتي ځواکونو د شهیدانو ۱۴ کورنیو ته د جوړو شوو کورونو کلي‌ګانې وسپارلې او ټينګار يې وکړ، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو کورنیو ته به د سرپناه ویشلو لړۍ دوام  و کړي.

د ولسمشر پر وینا، تر راتلونکو درېیو کلنو پورې به د امنیتي ځواکونو د ټولو شهیدانو کورنیو ته کورونه ورکړي.

په همدې حال کې پوځي شنونکی جاوید کوهستانی وایي، چې د ملي دفاع وزارت بیلابیلو برخو کې فساد شته، خو پر وینا يې مالي فساد ډیر پراخ دی او که مخه یی ونه نیول شي شونې ده نړیوالې مرستې ودریږي.

د کوهستاني پر وینا فساد، سلیقوي چلند، له دندې ناوړه ګټه اخیستنه، د غوڅې پرېکړې نشتون او په پر ټولو یو رقم د قانون نه‌عملي کېدل په ملي دفاع وزارت کې عمده ستونزې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې "سیګار" یا په افغانستان کې د امریکا د مرستو د څېړلو ادارې په وار وار راپورونه خپاره کړي و، چې د افغانستان په امنیتي ارګانونو په ځانګړي توګه د ملي دفاع وزارت د تېلو په قراردادونو کې میلیونونه ډالر فساد شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام