ديني عالمان: ځانمرګي بریدونه او چاودنې حرامې دي

۱۵۰۰ دیني علماو د ( اپریل په ۳۰ مه) د کابل ښار په عبدالرحمان جومات کې سره راټول شوي و او د ځانمرګو بریدونو او چاودنو په اړه یې د اسلام سپیڅلي دین دریځ څرګند کړ.

دغو دینې علماوو وویل، چې ځانمرګي بریدونه او چاودنې حرامې دي او د بې ګناه خلکو وژل په اسلام کې جواز نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په ننګرهار ولایت کې په وروستي ځانمرګي برید کې ۳۳ تنه ووژل شول.

د هېواد دیني علماوو له طالبانو نه د سولې د خبرو اترو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې دوي د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

د یادولو وړه ده، چې تر دې دمه د حکومت له لوري له طالبانو سره د سولې خبرو اترو او جګړې درولو کومه پایله نه ده ورکړې.

په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو له لوري بريدونه زور اخیستی او په دې نښتو کې امنیتي ځواکونو او طالبانو ته درنې مرګ ژوبلې هم اوښتي.

له دې وړاندې د طالبانو د بریدونو په اړه د دینې علماو په چوپتیا ډېرو خلکو نیوکې کړې وې او نیوکه کوونکو دیني علما په بې پروايۍ تورن کړي و.

د کعبې شریفې د جومات امام شیخ خالد الغامدي په تازه ګۍ سره ویلي دي، چې طالبان او د اسلامي دولت ډله له اسلام سره هیڅ اړیکه نه لري او د دوی کړنې اسلامي توجیې نه لري.

الغامي زیاته کړې، چې دغه دوه ډلې خوارج دي او په اسلام کې ځای نه لري.

د کعبې امام له رسنیو سره په مرکه کې ویلي، د قرانکریم هغه ایات چې له کفارو سره د مبارزې په اړه نازل شوی د مسلمانو د وژونو له پاره یې دلیل ګرځوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام