غزني کې معترضانو د کابل‌-‌کندهار لویه لاره وتړله

د غزني اوسېدونکو د چهارشنبې ورځ په دغه ولایت کې د ناامنیو زیاتېدو له کبله لاریون وکړ. دغو معترضانو پرون د اعتراض په توګه پرلت هم وکړ.

اوس چې د معترضانو شمېر زیات شوی، نن یې د کابل‌-‌کندهار لویه لاره وتړله. دوی وايي، تر هغه یې چې حکومت غوښتنې و نه مني، لاریون ته به دوام ورکړي او یاده لویه لاره به هم خلاصه نه کړي.

معترضان په غزني کې بنسټیز بدلونونه غواړي او پر حکومت غږ کوي چې د دغه ولایت والي او امنیتي چارواکي له دندو ګوښه کړي.

دوی د جګړې په مدیریت کې د غزني والي او امنیتي چارواکي پر کمزورۍ تورنوي او وايي، د محلي مسوولانو بې‌پروايي، د امنیتي ځواکونو د مرګ‌ژوبلې زیاتېدو لامل شوې ده.

یو معترض عبدالباري سلام‌وطندار ته ویلي چې د وژل شویو امنیتي ځواکونو جسدونه او ټپیان څو ورځې د جګړې په ډګر کې پاتې کېږي او هغوی ته د مرستې نه رسېدل لامل کېږي چې طالبان یې یرغمل کړي.

د غزني محلي او امنیتي چارواکي تر اوسه په دې اړه خبرو کولو ته نه دي حاضر شوي، خو د غزني د امنیې قومانداني ویاند احمدخان سیرت په جګړه کې مدیریتي کمزوري نه مني او وايي، په دې وروستیو کې د پولیسو په لیکو کې بنسټیز اصلاحات راغلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام