بادغیس کې د ملي‌اردو د ۱۵ سرتېرو وژل کېدل

د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بیګ سلام وطندار ته وویل چې طالبانو سهار شاوخوا یوه بجه د دې ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په په «لودین‌ها» سیمه کې د ملی‌ا‌ردو د تعقیبي ټولي پر پوستو بریدونه کړي‌دي.

د ښاغلي بېګ په وینا، دې نښتې ۵ ساعته دوام کړی، طالبانو په‌دې برید کې ټولی نیولی، د ملي‌اردو ۱۵ سرتېري یې وژلي او ۲۰ یې اسیران کړي‌دي.

د ولایتي شورا دا غړی وایي چې دې امنیتي ځواکونو په روانه یوه اوونۍ کې له لویدیځ حوزې نه څو ځلې مرسته غوښتې وه؛ خو چا یې غږ نه و اورېدلی.

د بادغیس د ولایتي شورا رییس د بالامرغاب د امنیت تامین په برخه کې په بې‌پامۍ تورنوي او وایي چې طالبان له یوې اوونۍ راهیسې دې ولسوالۍ ته ورټول شوي او هره شپه د ملي‌اردو پر پوستو بریدونه کوي.

د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي د ملي‌اردو پر پوستو د طالبانو بریدونه تاییدوي؛ خو وايي چې په‌دې برید کې د ملي‌اردو ۴ سرتېري وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي‌دي.

ښاغلی شهابي د ۲۰ سرتېرو اسېرېدل ردوی او وايي چې په‌دې برید کې ۱۰ طالبان هم وژل شوې‌دي.

د والي ویاند د بالامرغاب ولسوالۍ امنیتي وضعیت اندېښمنوونکی بولي او وايي چې د هوا د نامناسبوالي له امله د مرستو په رسولو کې خنډ راغلی دی.

دوې ورځې مخکې هم له ۲۰۰ تر ۳۰۰ طالبانو له پرمختللیو وسلو سره د بالامرغاب ولسوالۍ په اکازي کلي کې د ملي‌اردو پر پوستو بریدونه کړي وو او د څوو سرتېرو تر څنګ یې دوې امنیتي پوستې نیولې وې.

طالبانو هم پېښه او د امنیتي ځواکونو تلفات تایید کړي‌دي.

وايي چې له څلورو کالو راهیسې بالامرغاب ته د تګ ـ راتګ ځمکنۍ لارې بندې دي.

ورته مطالب:

په بادغیس کې طالبانو د اردو ۳۰ سرتېري وژلي

بادغیس کې طالبانو ۲۲ امنیتي ځواکونه وژلي

بادغیس؛ بهرنیو ځواکونو۴۰ داعشیان ځان سره وړي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام