وروسته له ۷ کلونو به افغانستان له ماینونو پاک هېواد وي

د ملګرو ملتونو د ماین شنډونې د همغږې مرکز وايي، چې تر ۲۰۲۳ م ز کاله پورې به ټول افغانستان له ماینونو پاک کړي.

یاد مرکز او د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د ماینونو د خطرونو په اړه د مالومات ورکولو په موخه نن شنبه (اپریل ۳مه) په کابل کې ګډه خبري ناسته جوړه کړې وه.

په دغه ناسته کې چارواکو وویل، چې دا مهال د هیواد له ۷۰ سلنه ډیره برخه له ماینونو پاکه شوې ده.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د څانګې مشرمارک باوډن وایي، چې د ملګرو ملتونو سازمان تل له افغانستان سره مرسته کړې او دا ځل هم له دغه هیواد سره د ماین او نورو چاودیدونکو توکو، چې د جګړو له وخته پاتې دي مرسته کوي.

باوډن زیاتوي، دوی هڅه کوي، چې تر۲۰۲۳ م ز کاله پورې د افغانستان ټولې سیمې له ماینونو پاکې کړي، خو په وینا يې دې موخې ته د رسیدو له پاره د نړېوالې ټولنې همکاري هم اړینه ده .

په همدې حال کې د بېړنیو پېښو پر وړاندې د دولت وزیر ویس احمد برمک وویل، چې د دوی د شمېرو له مخې اوسمهال په ټول هېواد کې هره میاشت ۱۱۲ کسان د ماینونو او چاودیدونکو توکو له امله یا خپل ژوند له لاسه ورکوي او یاهم ټپیان کیږي.

د برمک پر وینا، تراوسه د ټول هېواد ۷۷ سلنه برخه له ماینونو او ناچاودو توکو څخه، چې د جګړو له وخته پاتې و پاکه شوې.

برمک وايي، چې تر اوسه ۱۹ میلیونه حلقې ماینونه او چاودېدونکي توکي له منځه تللي دي.

ویس احمد برمک وايي، چې لا هم تر ۴۲۰۰ ډیرې سیمې دي، چې ماینونه په کې شته او پاکولو ته اړتیا لري.

د معلوماتو پر بنسټ په ټولیزه توګه دا سیمې ۶۱۱ کیلو متر مربع مساحت لري، چې ۱۵۷۰ کلي په کې شامليږي.

په همدې حال کې د بېړنیو پېښو پر وړاندې د دولت وزارت چارواکي وایي، چې تراوسه په ماین پاکانو د وسله والو کسانو ۲۵۸ بریدونه شوي، چې ۸۸ تنه یې وژل شوي او ۱۲۸ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام