د ارزانه برېښنا په بدل کې د کورنیو تولیداتو زیاتوالی

تېره ورځ (یکشنبې) د افغانستان د پانګونې نه د ملاتړ ادرې (ایسا) له برېښنا شرکت سره د هېواد د صنعتکارانو د برېښنا د ستونزو د څېړلو او دغو صنعتکارانو ته د برېښنا د وېش پر اسانتیاوو خبرې وکړې.

په دغه غونډه کې د برېښنا شرکت مشر عبدالرزاق صمدي د هغې برېښنا په اړه چې په وروستیو کلونو کې یې د صنعتکارانو لپاره ځانګړې کړې وه، وویل، چې د صنعت کارانو له خوا د داخلي تولیداتو د تولید له امله به دوی ته په کم قیمت برېښنا ورکړي.

د برېښنا رییس همدارنګه د ۲۰ مېګاواټه ټرانسفرمر فعالول، د صنعتکارانو د سهولیت لپاره یو ښه زېری وبللو او ویې ویل، چې دغه ټرانسفرمر به په نېږدې دوو میاشتو کې فعال شي.

د ایسا ادرې مشر محمد قربان حقجو هم په دغه غونډه کې وویل، چې په هېواد کې له ۲۷ صنعتي پارکونو څخه یواځې ۵ پارکونه د دولتي برېښنا له نعمته برخمن دي.

حقجو د برېښنا شرکت د برېښنا د بیو د کموالي په اړه له شرکت نه مننه وکړه. هغه همداراز د برېښنا شرکت له مسولینو وغوښتل چې د هېواد د صنعتکارانو لپاره د برېښنا ځانګړې شبکه جوړه کړي.

ویل کېږي، چې تر اوسه د زیاترو صنعتي پارکونو برېښنا د استوګنې له ځایونو او ساختمانونو سره یو شان دی. د برېښنا شرکت مسولان وايي، په هر ډول شرایطو کې دې ته چمتو دي، چې د هېواد صنعتکارانو ته په کمه بیه برېښنا ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام