طالبان د بلخ ـ کابل پر لویه لار له خلکو باج اخلي

د کابل- مزار لویې لارې مسافر او موټرچلوونکي پر دغې لارې د ناامنیو له ډېرېدو شکایت کوي او وايي، وسله‌وال طالبان په چشمه شېر سیمه کې د لایزري څراغونو په وسیله مسافروړونکي موټر دروي او له خلکو د ذکات په نوم پیسې اخلي.

د مسعود په نوم له کابل نه مزارشریف ته تلونکي مسافر سلام‌وطندار ته ويلي چې خپله د طالبانو د باج اخیستو شاهد و. هغه وايي، طالبان یو ناڅاپه سړک ته راووتل، موټر یې ودراوه او له هر چا نه یې له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ افغانیو ټولې کړې.

د دغې لارې یو بل مسافر محمدابراهیم وايي، وسله‌وال غله چې اټکل کېږي د طالبانو کسان دي، په نیمه شپه کې په بېلابېلو پلمو د خلکو جیبونه پلټي او او شتمني یې لوټي.

دغه راز د کابل – شمال پر لویې لار یو موټرچلوونکی وايي، د طالبانو له‌خوا د عشر او ذکات په نوم د پيسو ټولول کومه نوې خبره نه ده، بلکې په هغو سیمو کې چې د دوی په لاس کې دي، تل له خلکو، موټرچلوونکیو او مسافرو باج اخلي.

د بلخ ولایت د ځمکني ټرانسپورټ رییس مصطفی سروش هم د طالبانو له لوري له خلکو د باج اخیستو پخلی کوي او وايي، امنیتي ځواکونو له ډېرو شکایتونو سره سره د طالبانو د دغه باج اخیستو مخه نه ده نیولې.

بله‌‌خوا د ۲۰۹ شاهین قول‌اردو ویاند محمدحنیف رضايي سلام‌وطندار ته ویلي، د دغې لویې لارې د امنیت ټینګولو لپاره ځانګړي عملیات پیل شوي او تراوسه یې هغه سیمې له طالبانو پاکې کړي چې پلټنې به یې په‌کې کولې او له خلکو به یې باج اخیست.

طالبانو تراوسه په یادې لویې لارې له خلکو د باج اخیستو په اړه څه نه دي ویلي.

د کابل – شمال لویه لاره د هېواد د سترو ټرانزېټي لارو له ډلې یوه ده چې هره ورځ پرې زرګونه خلک تګ‌راتګ کوي.

دغه راز پر دغې لارې د خلکو پر لوټلو سربېره، د باوروړونکیو موټرو د شکولو او د تېل لېږدوونکیو ټانکرو د سوځولو راپورونه هم خپاره شوي دي.  

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام