په اروپا کې د ډېرو افغان کډوالو د پناه اخیستلو غوښتنې منل کيږي

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت وايي، چې د اروپايي ټولنې د استازي د ژمنو پر اساس، په اروپا کې د هر افغان کډوال دوسیه په جدي توګه څېړل کېږي.

د دې وزارت ویاند اسلام‌ الدین جرآت وویل، چې د ژينوا د ۱۹۵۱ کنوانسیون، د ۱۹۶۷ له کډوالو نه د څار ټولنې او الحاقیې له مخې په اروپا کې د ټولو پناه اخیستونکیو کډوالو دوسیې څېړل کېږي او د پنا اخیستلو غوښتنې یې منل کېږي.

د ده پر وینا، د ډېرو افغان کډوالو دوسیې به وڅېړل شي، خو که د کومو کسانو دوسيې د ځېنو ستونزو له امله پاتې شوې؛ د هغوی د بېرته راتګ په اړه له ځېنو مرستندویه ادارو سره خبرې وشي.

افغانستان له ۹ اروپايي هېوادونو سره تړون کړی دی، چې له امله یې اروپايي هېوادونو ۵ کټه ګوري خلک له خپلو هېوادونو نه په اجباري توګه نه شي ویستلی، چې ماشومان، د کور ښځینه سرپرسته، د کور قبول شوی سرپرست پلار، معلولان او معیوبین دي.

د ملي یووالي حکومت مشرانو د تېرې چهارشنبې پر ورځ د اروپايي ټولنې له پلاوي سره په کابل کې ویلي وو، چې دوی په هېڅ ډول نه غواړي، چې تللی کډوال بېرته راستانه شي.

د ملي یووالي د حکومت د اجراییوي رییس مرستیال ویاند جاوېد فیصل وايي، افغان حکومت د تېرې چهارشنبې پر ورځ د اروپايي ټولنې استازیو ته مخامخ وویل، چې دوی چمتو نه دي، چې اروپايي هېوادونو کډوال شوي افغانان په زور وویستل شي.

د ملګرو ملتونو نوې خپرې شوې شمېرې ښيي، چې یوازې په تېره میاشت کې ۴۶ زره پناه اخیستونکي د یونان له اوبو تېر شوي او اروپا ته رسېدلي دي.

حشمت الله محمودي هغه ځوان کډوال دی، چې اروپا ته په تګ کې یې دغه خطرناکې لارې تېرې کړي دي. هغه سلام وطندر ته وویل، چې د کډوالو ستونزې د ولسمشر غني له خبرو، چې افغانان دې بېرته افغانستان ته راولېږي، بدتر شوي دي او له هغوی نه د کډوالۍ حقوق اخیستل شوي دي.

جنګونه، بې کاري او ناامنۍ د کډوالۍ یوازینی لامل ګڼل کېږي. د ۲۰۱۵ زېږديز کال په اوږدو کې د افغانستان، سوريې او عراق په زرګونو وګړي اروپايي هېوادونو ته کډوال شول. د اروپايي هېوادونو له سختو بندیزونو سره ـ سره بیا هم چوپې، چوپې کسان د راوپايي هېوادونو کډوالۍ پسې روان دي.

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام