د پل چرخي ځينې زندانیان وايي، چې د ولسمشر په فرمان مستحق زندانیان نه خلاصيږي، بلکې هغه زندانیان، چې واسطه او پېسې ولري په محبس کې د مسوولينو له لوري د ولسمشر د بښنې په فرمان کې شاملیږي.
نن سه شنبه (جولای ۲۸) ۱۰۴ تنه جنايي زندانیان، چې د حبس موده يې د شپږو نه تر لسو کلونو پورې تېره کړې وه، د کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت د ولسمشر د یو فرمان له مخې عفوه شول.
ځينې خلاص شوي زندانیان رسنيو ته ویلي، هغه زندانیان، چې پېسې او واسطه ونه لري، نو دوسیه يې هم د چارواکو له لوري نه ارزول کيږي.
دغه زندانیان زیاتوي، هغه محبوسین چې پېسې ونه لري بې سرنوشته پاتې کيږي او دوسيې یې په میاشتو پاتې وي.
خو د ازادۍ د سلب پر سيمو د نظارت د مشر یو تن سرباز عزیز احمد دغه ادعاوې ردوي او وايي، چې د ولسمشر فرمان د زندان د ارشیف له مخې عملي کيږي او هرڅه، چې د ولسمشر د فرمان له د زندانیانو په حق کې کيږي هغه په زندان کې د شته ارشیف نتیجه وي.
د څرخي پله د زندان مسوولينو د معلوماتو له مخې همدا اوس په دغه زندان کې شاوخوا ۸ زره تنه د بېلابېلو جرمنو له امله دغه زندان ته راوړل شوي دي.
څرخي پله زندان د افغانستان د لويو زندانونو څخه شمېرل کيږي، چې زیات سياسي او خطرناک زندانیان هم په کې د بېلابېلو جرمنو له امله د بند مودې د پوره کولو له پاره شپې او ورځې سبا کوي.





