
د ملي امنیت شورا دفتر وايي، طالبانو د افغانانو پر وړاندې تاوتریخوالي ته دوام ورکړی او تېره یوه اوونۍ کې یې ۲۴ ملکي وګړي وژلي دي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل نن (یکشنبه د حمل په ۳۱مه) پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي چې وسلهوالو طالبانو د ټول هېواد په کچه تېره یوه اوونۍ کې ۲۴ ملکي وګړي وژلي او ۱۳ نور يې ټپیان کړي دي.
فيصل د دغو ۲۴ ملکي وګړيو وژل د ملکیانو پر وړاندې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د دوام نښه بولي او وايي، وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
نوموړی ټینګار کوي چې سوله د تاوتریخوالي د ختمولو او له ملکیانو د خوندیتوب ژمنې ته اړتیا لري.
د ملي امنیت شورا تېره اوونۍ هم ویلي وو چې طالبانو ۷ ورځو کې ۳۰ ملکي وګړي وژلي دي.
طالبانو هغه مهال د امنیت شورا دغه ادعا رد کړې وه؛ خو تازه یې تراوسه څه نه دي ویلي.





