افغان حکومت له ۲۰۱۶ م زېږدیز کال څخه وروسته د امريکايي عسکرو له پاتې کېدو هرکلی او د دوی پاتې کېدل يې د افغانستان په هکله د نړېوالو د ژمنو عملي کېدل يادل کړ.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما په دې وروستيو کې د خپلو ځواکونو د ماموريت موده وغځوه.
هغه وویل، چې له ۲۰۱۶م زېږدیز کال څخه وروسته به په افغانستان کې ۹۸۰۰ امريکايي عسکر پاتې شي.
هغه ټينګار وکړ، چې له ۲۰۱۶م زېږدیز کال څخه وروسته به د دغو ځواکونو شمېره ۵۵۰۰ تنو ته را کم شي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال سېد ظفر هاشمي وویل، چې په افغانستان کې د امريکايي عسکرو پاتې کېدل د دغه هېواد د حقانیت ښکارندويي کوي.
هاشمي نن شنبه د يوې خبري ناستې پرمهال زياته کړه، چې افغانستان اوسمهال په یو سيمه ییز جنګ کې ښکېل دی.
له بل لوري د اجرايوي ریاست ویاند جاوید فېصل وویل، نړۍ باید په دې پوه شي، چې د افغانستان جنګ سيمه ییز او نړېوال ابعاد لري.
هغه وايي، چې نړۍ باید له افغانستان سره ژمنه وکړي، چې په دغه جنګ به يې يواځې نه پرېږدي.
جاوید فېصل سلام وطندار سره د خبرو پرمهال دا هم وویل، چې د افغانستان حکومت د امريکا له دغې پريکړې هرکلی کوي او د سپینې ماڼۍ له لوري داشان پريکړه په هېواد کې د ۱۴ کلونو لاسته راوړنو د ساتلو په لور یو مهم ګام بولي.
هغه وايي، چې اوس هم بهرني او کورني ترهګر د افغان حکومت سره په جګړه بوخت دي او د نړېوالو ځواکونو شتون په افغانستان کې اړين دي.
له بل لوري د ملي دفاع وزارت د عامه اړيکو د ریاست مرستیال حبیب الرحمان افضل وايي، چې په افغانستان د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې او تمویل په موخه د نړېوالو شتون یوه اړتيا ده.
د نظامي چارو کارپوه عتیق الله وايي، د امريکا وروستۍ پريکړه د دې ښکارندويي کوي، چې اوس هم افغانستان د نړېوالو له پامه نه ده غورځېدلې.
د نظامي چارو دغه کارپوه وايي، چې امريکا باید پر خپلو کړو ژمنو عمل او افغان ځواکونه تمویل او تجهیز کړي.
له بل لوري د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر له لوري په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان خلک به هله د بهرنيو ځواکونو حضور ومني، چې په رښتيا هم د دوی شتون په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.
په لېږل شوې اعلامیه کې کرزي ټينګار کړی، چې د امريکايي ځواکونو شتون نه باید د افغانستان ملي ګټې تر پښو لاندې کړي.
د هغه په خبره کنه د امریکا حضور به بیا بله معنا ځان ته غوره کړي.





