
د زابل یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلاموطندار ته ویلي چې چاودنه نن غرمه مهال د زابل د شهرصفا ولسوالي د اخوند صاحب له زيارت سره د برښنا شرکت اړوند پر یوه مازدا موټر شوې ده.
په پېښه کې د برښنا شرکت ۵ کارکوونکي چې ويل کېږي انجينران هم پهکې دي، وژل شوي او يو بل هم ټپي دی.
د برښنا شرکت موټر سيمي ته د کندهارـ غزني د وارداتي برښنا د روانې لينکشۍ د تخنيکي کار لپاره تللی و.
د پېښې مسووليت تر دې مهاله چا یا کومې وسلهوالې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.





