
د جوزجان قوشتپې ولسوالي د ازبیکستان د تحریک اسلامي حزب د ترهګرو روزنیز او تربیوي مرکز سره نږدې پرته ده. پهدې مرکز کې یو شمېر جوزجاني ماشومان د ترهګریزو او ځانمرګو بریدونو د روزنې او د سړکغاړې ماینونو د اېښودلو لهپاره روزل کېږي.
موږ لهدې ډلې له یو ماشوم سره مرکه کړې چې پهدې روزنیز مرکز کې یې روزنه لیدلې ده او په ځلونو ـ ځلونو يې د جوزجان قضايي ارګانونو ته مراجعه کړې کړې ده. بلاخره له ۱۲ کلن وچوجودي افضل سره وپېژندل شوو. افضل چې نه غواړي اصلي نوم یې خپور شي؛ وايي، له لسګونو ماشومانو سره یې د قوشتپې په ولسوالۍ په ښوونځیو او دولتي تاسیساتو د مایناېښودلو او وسلهوالو نښتو تمرینونه کړيدي.
د دې ماشوم په وینا، هغه کورنۍ چې د ازبیکستاني ترهګرو په لیکو کې د خپلو ماشومانو مانع کېږي؛ برمته کوي او بیا یې ځوروي.
د دې ماشومانو کورنۍ او خپلوان چې د ازبیکستان د تحریک اسلامي حزب د جلبوجذب شاهدان دي؛ وايي چې حکومت باید ډېر ژر د وسلهوالو مخالفانو په لیکو کې د ماشومانو د جلبوجذب د بهیر مخه ونیسي. دوی خبرداری ورکوي کهچېرې دولت د قوشتپې ولسوالۍ په اړه همداسې بېتفاوته پاتې شي؛ ازبیکستانۍ ښځې به د شبرغان ښار ماشومان هم له ځانه سره یوسي.
معرفت، حیدر او شېردل وايي چې د ازبیکستانیو ترهګرو په رزونیز مرکز کې له ۲ سوو نه تر ۳ سوو پورې ماشومانو ته زدهکړې ورکول کېږي او همدارنګه ۳ ازبیکستانۍ ښځې د چقمهچقور په سیمه کې د ماشومانو په جلبوجذ بوختې دي.
د ځايي اوسېدونکیو په خبره، د دې او درزاب ولسوالۍ له کورنیو ډېر ماشومان د قراني او دیني درسونو په بهانه وړل شوي او د قوشتپې ولسوالۍ روزنیز مرکز ته انتقال شويدي او بیا د مغزمینځلو نه وروسته د ترهګریزو فعالیتونو لهپاره نورو ولایتونو ته لېږل شويدي.

د ترهګریزو فعالیتونو لهپاره د جلبوجذب د موضوع په اړه د جوزجان د والي ویاند محمدرضا غفوري خواته ورغلو. ښاغلي غفوري وویل چې د ازبیکستان د تحریک اسلامي حزب او د داعشیانو په نامه نورې ډلې په افغانستان کې فعالې دی.
د جوزجان د والي د ویاند په وینا، د ناامنیو له امله د جوزجان د ډېرو ولسوالیو ښوونځي تړل شوي او نږدې ۳۰ زره زدهکوونکي له زدهکړو محروم شويدي. د غفوري په باور، د ماشومانو زدهکوونکیو کمښت؛ د ترهګرو ماشومانو په زیاتوالي کې مرسته کوي.
په وسلهوالو نښتو کې د ماشومانو ګومارنه د انساني قاچاق له پدیدې سره له سنجولو وروسته مو له انساني قاچاق سره د مبارزې عالي کمېسیون د دفتر له مسوول حسن سلیمي سره خبرې کړېدي. ښاغلی سلیمي وايي، د انساني قاچاق او مهاجرو قاچاق د قانون پر بنسټ چې پهدې وروستیو کې نافذ شویدی؛ د نظامي او ترهګریزو زدهکړو په موخه د ماشومانو مغزمینځنه او ګومارنه انساني قاچاق دی.
د انساني قاچاق سره د مبارزې عالي کمېسیون مسوولان د ترهګرو ډولو په لیکو کې د ماشومانو موجودیت په اړه اندېښنه ښيي او وايي، افغان دولت د داعشیانو او طالبانو په لیکو کې د ماشومانو ګومارنۍ په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.
د قوشتپې ولسوالۍ امنیتي مسوولان هم د امنیتي حالت خرابېدو په تایید سره وايي چې د ناامنیو او د تګ ـ را تګ لارو بندېدو لهامله پهدې ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونه یوازې د هوا له لارې تجهیز او تمولېږي.





