
د لوګر ولایت د محمداغې ولسوال محمد نصیر امین وايي، د یوې کورنۍ ۱۱ غړي په ماین چاودنه کې وژل شوي دي.
محمد نصیر امین سلام وطندار ته وویل، د وژل شوې کورنۍ غړي په سراچه موټر کې له برګ څخه زرغون ښار ته د واده له پاره روان وو، چې د لارې په اوږدو کې د طالبانو په خښ شوي ماین وربرابر شول.
امین وايي، په پېښه کې ۵ ښځې، ۵ ماشومان او یو سړی وژل شوي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.





