
د دې ولایت چاهاب ولسوالۍ په نو اباد سیمه کې تېره شپه طالبانو د پولهساتو ځواکونو پر یوې پوستې ډلهییز برید کړی دی او دغه پوسته یې نیولې ده.
د تخار د والي ویاند سنت تېمور وايي، د پولهساتو ځواکونو پر پوستې برید کې د دې پوستې له ۲۰ سرتېرو ۱۴ هغه يې وژل شوي او ۶ نور يې نادرکه شوي دي.
هغه وايي، طالبانو د دغې پوستې له نیولو وروسته نواباد سیمه هم نیولې ده.
د والي ویاند همدارنګه زیاته کړه، په دغې نښته کې د پولهساتو سرتېرو زیات شمېر سبکې او درنې وسلې هم د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.
د تخار په سیمهییزه اداره کې یوه سرچینه وايي چې استخباراتي بنسټونه دوه ورځې وړاندې د پولهساتو ځواکونو پر پوستې د طالبانو له بریده خبر و، خو د دغه برید مخنیوي په موخه اقدام ونشو.
د تخار امنیه قوماندان عبدالرحمان اق تاش هم مني چې پر دغې پوستې له خبریده خبر و، خو د حکومت له خوا یو اړخیز اوربند له امله يې نشو کولی د طالبانو پر ضد عملیات وکړي.
طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره دعوه کړې چې د تېرې شپې په برید کې يې د امنیتي ځواکونو ۴ پوستې نیولي ۸ سرتېري يې وژلي او یو يې اسیر نیولی دی. د طالبانو اعلامیه کې راغلي دي چې د دې پوستې د سرتېرو ۱۳ میله وسلې هم له ځانه سره وړي دي.





