
نن د سلواغې ۲۶ له افغانستانه د وخت شوروي ښکېلاک د وتلو له ۳۸ کلیزې سره برابره ده. ولسمشر غني د همدې ورځې د نمانځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې د کمونزم له ماتولو راوروسته د ترهګرۍ سره په مبارزې او ماتولو ټینګار وکړ.
ولسمشر دغه ورځ د افغانانو له پاره له سرښندنې او ویاړه ډکه تاریخي ورځ وګڼله او زیاته یې کړه، د افغانانو جهاد د وخت د جبر پر وړاندې وو، چې نه یوازې د افغانستان د خپلواکۍ بلکې ختیځه اروپا هم د یو دیکتاتوري او یو ګوندي حکومت له شره خلاصه شوه.
غني وویل، څنګه چې افغان مېړني او مجاهد ولس کمونزم مات کړ، دغه راز دې لاس په لاس ورکړي او ترهګرۍ په خلاف دې ودریږي.
ولسمشر وویل، د شهیدانو ارمانونو ساتل د دولت وجیبه ده او دوی به د شهیدانو له دې ارمانه په کلکه دفاع وکړي.
افغان ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې وویل، د تېرو کلونو تجربو ته، په کتو افغانستان د ابادۍ پر لور روان دی.
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي، د وخت شوروي اتحاد پر وړاندې د افغان مجاهدینو بریا ډېرو هېوادونو ته محال ښکارېده، خو یوازې کلکې ارادې او سرښندنو ممکنه کړه.
دغه راز یونس قانوني وویل، دا ورځ د افغانستان په تاریخ کې ځانګړی ارزښت لري او زیاته یې کړه، چې امریکې په هغه وخت کې افغانستان یوازې پرېښود او پاکستان یې د خپلو ګټو مرکز وټاکه، خو افغانانو د ټولو وړاندوینو خلاف کمونزم ته ماته ورکړه.
د وخت شوري لښکرې د ۱۳۵۸ کال د جدي په ۶مه افغانستان ونیولو، خو د شاوخوا لسو کلونو وسله وال جهاد په پایله کې یې ماته وخوړله او په ۱۳۶۷ د سلواغې په ۲۶مه ووتل.





