امریکا هر عسکر ته ۲،۱ میلیون ډالر کلنۍ بودجه طرحه کړه

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۱۵ ز کال د بودجې طرحه د امریکا کانګریس ته وړاندې کړه. د دې طرحې له مخې په افغانستان کې د پاتې امریکایانو لپاره ۴۲ میلیارده ډالره نظامي بودجه ځانګړې شوې ده.

په دې توګه په افغانستان کې د هر امریکايي عسکر کلنی لګښت ۲،۱ میلیون ډالره کېږي چې په دوه کلونو کې تر څلور میلیونه ډالره هم ډېرېږي. دا په داسې حال کې دی چې اوس د افغان عسکرو د روزلو په موخه لس زره اته سوه امریکايي عسکر دېره دي. تر دې وړاندې هم د امریکا متحده ایالاتو په عراق او سوریه کې د داعش د مبارزې له پاره ۵،۳ میلیارده ډالره ځانګړي کړي و.

په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د امریکايي عسکرو شمېر لږ شو او پوځي ماموریت په روزنیز او مشورتي ماموریت بدل شو، چې اوس افغان عسکرو ته روزنه او مشوره ورکوي. د ولسي جرګې د دفاعي کمیسیون غړی خالد پښتون وايي چې افغانستان د بهرنیانو په تېره د امریکا سختو مرستو ته اړ دی، پښتون له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل چې که چېرته دغه مرستې د افغانستان د خلکو له لوري د افغان عسکرو لپاره ولګول شي، کوم درد به دوا نه کړي، نو ښه داده چې پخپله امرکیایان دغه پیسې مصرف کړي.

تر لسیزې ډېرې وخت کېږي چې امریکا د «تروریزم او القاعده سره جګړه» ترسرلیک لاندې په افغانستان کې په جګړه بوخته ده، چې د هاروارد پوهنتون د څېړنې له مخې دا د امریکا له پاره ډېر لګښت لرونکی جنګ دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام