
د افغان حکومت او حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تر منځ د سولې هوکړې له لاسلیک سره سم د فیسبوک یو شمېر کاروونکو د خپلو فیسبوک پاڼو پروفایلونه په تور رنګ جوړ کړل، چې دغه رنګ د ماتم په معنا دی.
د دغو فیسبوک کاروونکو په باور د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې هوکړه لیک په دې معنا دی، چې عدالت د سولې قرباني کېږي.
دوی د اویایمې لسیزې په کورنیو جګړو کې د ګلبدین حکمتیار د رول په اړه وايي، چې په کابل ښار کې ۷۰ زره هېوادوال ووژل شول او حکمتیار د ګاوڼدیو هېوادونو له استخباراتو سره اړیکې لرلي او تمامیت غوښتنی دی؛ له همدې امله یې اعتراضونه کړي.
د فیظ اخګر په نوم د فیسبوک یو کاروونکي لیکلي دي، چې "ټول د خبر په خونه کې راټول شوي وو، په ناببره ډول حکمتیار له تورې لونګۍ او سپینې ږیرې سره په تلویزون راښکاره شو؛ ورسره سم زموږ د یو همکار لاس او پښې سست شول، ورو یې سر په میز کېښود ویې ژړل. دې همکار مو وویل، چې د ګلبدین راکټونو مې پلار رانه واخیست او یتیمان پاتې شو."

د فیسبوک بل کاروونکی جلیل تجلیل لیکي، چې "له حکمتیار سره د سولې په هوکړې سوله نه ټینګېږي او زیاتوي، چې ګلبدین د افغانستان د بهرنۍ پالیسي د تعادل له پاره د هند او پاکستان په مقابل کې راغلی دی."
د هېواد یو شمېرو نور لیکوالو او شاعرانو بیا خپلې پاڼې نه دي تورې کړي، خو له ګلبدین سره د سولې هوکړه لیک په اړه یې منفي غبرګون ښودلی.
د هېواد شاعر سمیع حامد لیکلي، د "ګلبدین په شان کسان که وسله هم نه لري ګواښونکي دي او د دوی فکرونه تاوتریخوالی زېږوي؛ دغه ډول کسان غواړي، هغه اشخاص چې د دوی په څېر نه دي یا دې ووژل شي او یا دې زبون پاتې شي."
په ورته وخت کې یو شمېر نور فیسبوک کاروونکو بیا د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې له هوکړه لیکه ستاینه کړې او دا یې د حکومت پر ځای کار بللی دی.
د فیسبوک دغه کاروونکي لیکي، چې د سولې دغه هوکړه لیک د سولې بهیر ته باور ورکوي او له دې لارې ښايي د حکومت نورې وسله والې ډلې هم د سولې له بهیر سره یو ځای شي.





