طالبانو په غزني کې ولسي خلک په ډاګیزه محکمه کې په دورو وهلي

دغزني ولایت مرکز اړوند منګور کلي اوسېدونکو سلام وطندار ته یوه انځوریزه وېډیو راستولې ده، چې په دغې وېډیو کې له ورایه ښکاري درې کسه ځوانان د وسله والو طالبانو له خوا په دورو وهل کېږي.

په را لېږل شوې انځوریزې وېډیو کې د کلي سلګونه اوسېدونکي او لسګونه طالب وسله وال د طالبان ډاګیزې محکمې له خوا محکوم شویو ۳ ځوانانو څخه چار چاپېره راټول شوي دي.

په لومړي سر کې یو تن طالب له خوا د دوی د محکمې حکم ولسي خلکو ته اورول کېږي او وروسته په غلا تورن کسان په ترتیب سره یې پېښې په پړو تړي او په دورو یې وهي.

د طالبانو دغه ۳ کسان د لمونځ نه کولو او د غلا په تور محاکمه کړي دي، دوی خلکو ته خبرداری ورکوي، چې "اسلامي امارت په هر سیمه حاکمیت لري او مجرمان به د خپلو اعمالو په سزا رسوي".

په وېډیو کې ښکاري، چې د "حکم تر اورولو وروسته خلک د تکبیر نارې، ژوندی دي وي اسلامي امارت او ژوندی دې وي ملا اختر محمد منصور نارې وهي".

په دې اړه مو د غزني ولایت له چارواکو وپوښتل دوی د طالبانو دغې ډاګیزې محکمې په اړه د سلام وطندار سره له خبرو کولو ډډه وکړه.

د منګور کلی غزني له مرکز څخه شاوخوا ۴ کیلومتره په لرې واټن کې پروت دی او څو ځلې هلته وسله والو طالبانو خپلې ډاګیزې محکمې پر خلکو عملي کړي دي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام