د لوړو زده کړو وزارت: سږکال د کانکور ازموینې رڼې دي

د لوړو زده کړو وزارت چارواکي د کانکور په سږکال ازموینه کې د درغلیو د مخنیوي خبر ورکوي؛ دوی وايي، چې د کانکور ازموینې اخیستلو له پاره نوی جوړ شوی سیستم تر زیاتې کچې پورې تلقب را کم کړی دی او د کانکور ازموینې پایلې رڼې دي.

د دغه وزارت د کانکور د ازموینې ریاست سرپرست احمد جاوید رسولي سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې د سږکال کانکور په ازموینه کې د هر کس له پاره د پوښتنو ځانګړې پاڼه جوړه شوې ده او پوښتنې په تکراري ډول جوړې شوي نه دي.

ده زیات کړه، چې پوښتنې او نتیجې د برېښنايي ماشین په وسیله ټاکل او علانېږي.

د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې تر اوسه پورې په ۲۳ ولایتونو کې د نوي سیستم له مخې د کانکور ازموینه بې له کومې ستونزې اخیستل شوې دي او ټاکل شوې ده، چې په کب میاشت کې به کابل کې هم ازموینه واخیستل شي.

له دې مخکې به هر کال د کانکور ازموینې له اخیستلو وروسته په ازموینو کې د درغلیو شکایتونه کېدل.

څو ځلې په دې اړه د دغه وزارت چارواکي ملي شورا ته ور بلل شوې وو.

ټاکل شوې ده، چې سږکال د کانکوز په ازموینه کې ۳۵۰ زره زده کوونکي ګډون وکړي او له دې جملې به ۵۵ زره یې لوړو زده کړو ته جذب شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام