ورستيو ورښتونو او واورو ورېدو په بېلابېلو سيمو کې ډيرو خلکو ته مالي او ځاني تاوانونه اړولي دي.
سلام وطندار ته را رسيدلي راپورونه وايي، چې تر اوسه په بامیان، پنجشير، بادغيس، لغمان، نورستان او بغلان ولایتونو کې د سختو بارانونو او واورو ورښت له کبله ۸۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر ټولو خونړۍ پېښه بیا دنورستان ولایت په منډول ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې ۱۴ تنه یې وژلي دي.
دنورستان ولایت دوالي ویاند محمد موسی شامي سلام وطندار ته وویل، چې په منډول ولسوالۍ کې پر یو کور باندې د واورې ډيرۍ ښوېدنې له امله ددغه کور ټول وګړي وژل شوي، چې دم ګړۍ ۳ هغه یې دکلي خلکو را ویستلي او پاتې ۱۱ لا هم تر واورو لاندې دي.
دسیمې یو تن اوسېدونکي خان محمد د تلیفون په لیکه سلام وطندار ته وویل تر اوسه یې حکومتي چارواکي مرستې ته نه دي ور غلي.
د طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس وایي، چې په دې ورښتونوکې په بامیانو او بادغیس ولایتونو کې۴ـ ۴ اوپه بغلان ولایت کې بیا ۳ وګړي وژل شوي دي.
سیاس له سلام وطندارسره په خبرو کې زیاته کړه، چې په یوشمېر ولایتونوکې ځينې وګړي ټپيان او کورونه یې هم ویجاړشوي دي.
په همدې حال کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وایي، که اړتیا پېدا شي، نو اړمنو کسانو ته په وخت سره خوراکي او غیر خوراکي مرستې رسولای شي.
نوموړي زياته کړه، چې مرستې د ولايتونو په کچه چمتو دي.
د ده په وينا ځانګړی ټيم لومړی پېښه له نژدې ګوري او بيا وروسته د مرستو ويشلو لړۍ پېليږي.
بل خوا د حکومت اجرايوي دفتر هم په خپره کړې خبر پاڼه کې ويلي، چې په دې اړه اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې او ډېر ژر به د حکومت بېړنۍ مرستې زیانمنو کورنیو ته ورسيږي.
په اعلاميه کې راغلي، چې اجرايوي مشر عبدالله عبدالله د بيړنيو مرستو په برخه کې د کليو او پراختيا پخوانی وزیر ویس برمک د کمیسیون مشر ټاکلی دی.
بل خوا له پنجشير ولایت څخه هم د واورو ښوېدنو له امله خلکو ته د سر او مال زيانونو اوښتو خبرونه ورکړل شوي دي.
د دغه ولایت څخه لاس ته راغلي شمېرې ښايي، چې په پنجشير ولایت کې تر اوسه د واورو ښويدنو د پېښو له امله ۳۰ تنه وژل شوي، ۳۰ ټپيان او ۱۵ تنه نور يې لا درکه دي.
د چارواکو په وينا تر اوسه ۴۳ تنه په واورو کې دننه بند پاتې دي.
د دې ولایت سرپرست والي مولانا عبدالرحمان کبیري سلام وطندار ته وویل، اوس مهال سیمه ییز چارواکي په هڅه کې دي، چې ټپيان او نا درکه وکړي له مرګه وژغوري.
کبیري زیاتوي، دغه ولایت کې د یو نیم میتر په اندازه برف کوچونو د کليو او مرکز ترمنځ مواصلاتي لارې بندې کړي دي " مونږ همدا اوس لګیا یو خلک راوباسو، چې تراوسه مو ۳۰ کسان مړه ۳۰ ټيپان او ۱۵ نور بیا لادرکه دي، یوشمیر کسان چې تر وارورې لاندې دي غږ یې اوریدل کیږي، خو څوک یې نه شي را ایستلی."
بل خوا د لغمان ولایت سیمه ییز چارواکي هم وايي، چې دې ولایت کې سیلابونو څلور تنه وژلي، لسګونه کورونه او لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې یې ویجاړې کړي دي.
د دې ولایت ویاند سرحدي ځواک وویل، د کابل ـ جلال اباد په لویه لاره هم ځينې ځای غر ښویدلی، چې د مسافرو د تګ راتګ پر وړاندې يې ستونزې پیدا کړي دي.
په دې اړه ځایي خبریال عبدالمتین احساس سلام وطنداروویل، چې په مهترلام کې سختو سيلابونو په زرګونه جريبه ځمکې وړي او د دغه ولایت اوسېدونکو ته یې سخت مالي زيانونه اړولي دي.
احساس زیاتوي، چې حکومت دې بیړني اقدامات وکړي او سیلاب ځپلو ته دې فوري مرستې ورسوي.
د ننګرهار ولایت ویاند احمد ضیا عبدالزی وایې بېګاه شپه د جلال اباد ښار یو زیات شمېر سیمې د سیلابونه تر سخت ګواښ لاندې وې، چې اوسیدونکي یې د کورونو پرېښودلو ته اړ شوي و.
دا لومړی ځل نه دی چې د طبعي پېښو له امله ولسي وګړو ته مالي او ځاني تاوانونه اوړي، هر کال د ژمي په را رسېدو سره د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې خلک د همدا ډول ګواښونو سره لاس او ګریوان وي، چې د تاریخ له پاڼو یوه نمونه یې د بدخشان د تېر کال د ارګو پېښه یادولی شو، چې نږدې ۳۰۰ کسان په کې وژل شوي و او لسګونه نورو کورنيو ته یې مالي تاوانونه اړولي و.





