
د کاپيسا په تګاب او اله سای ولسواليو کې طالبان داسې کارونه کوي، چې سړي ته د اویایمې لسیزې طالباني دوره وریادوي، لکه د نجونو د ښوونځیو بندول، د پتلون پر اغوستلو بندیز لګول، د عشر او ذکات ټول، هغه څه دي، چې په اوس وخت کې په دې ولسواليو کې د طالبانو له خوا روان دي.
تګاب ولسوالۍ ته د تګ له پاره باید سیمه ییزې جامې واغوندې او په پتلون کې تګ په لوی لاس د ځان وژنې له پاره لار جوړول دي. هره شېبه د لارې په اوږدو کې له طالبانو سره د مخامخېدو وېره موجوده ده.
د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې د طالبانو د فعالیتونو په اړه له خبرو کولو وېرېږي او د دې ډلې د کارونو په اړه له خبریالانو سره خبرې نه کوي. په سختۍ سره مو څو تنه اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط خبرو کولو ته چمتو کړل.
دوی وايي، طالبان له هغه چا سره چې پتلون اغوندي او د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دنده اجرا کوي، ستونزه لري او امنیتي ځواکونو د دوی له وېرې نه په دې لاره تګ راتګ نه کوي.

ویل کېږي، چې چیچني او پاکستاني طالبان هم په تګاب کې موجود دي. دوی کوم ځانګړی مرکز نه لري او په زوره د سیمې له خلکو نه خوراکي مواد اخلي. که څوک یې له امره سرغړونه وکړي؛ وژل کېږي.
د تګاب د اوسېدونکیو پر وینا، نجونې ښوونځي ته د تګ حق نه لري او ساختماني شرکتونه چې کومې پروژې پلي کوي، باید طالبانو ته باج ورکړي، ګنې په هېڅ ځای کې ترې کار نه شي کولی.
د اله سای ولسوالۍ حالت له تګاب نه بدتر دی. د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې ۸۰ نه تر ۹۰ سلنې پورې خاوره یې د طالبانو تر حاکمیت لاندې ده. طالبان په دې ولسوالۍ کې نجونې ښوونځیو ته نه پرېږدي، له خلکو عشر او ذکات په زوره اخلي او کوچنیان یې د واکسیناسیونو نه محروم کړي دي.
طالبانو څو ځلې د پولیسو او دولت پلوو وګړیو کورونو ته اورونه اچولي دي.
د کاپیسا سمه ییز چارواکي هم په دې ولسوالیو کې د طالبانو حضور مني؛ خو وايي، چې د تېر کال په پرتله د دې ولسوالۍ وضعیت ښه شوی دی.
د کاپیسا والي سید خالد هاشمي له سلام وطندار سره په خبرو کې د طالبانو له خوا د اله سای ولسوالۍ په لرو پرتو سیمو کې د ذکات او عشر ټولول مني؛ خو وايي، چې تېره اونۍ یې د نجونو څلور تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستي دي.
د کاپیسا د والي په خبره، د تګاب او اله سای ولسوالیو له ۵۰ نه تر۷۰ سلنه پورې سیمې د دوی په ولکه کې دي او د طالبانو د ډېر حضور په اړه د سیمه د اوسېدونکیو ادعاوې د دولت د وسله والو مخالفانو تبلیغات ګڼي.
د تګاب او اله سای ولسوالیو اوسېدونکی له دولته غواړي، چې د دوی په سیمه کې د طالبانو د ځپلو او شړلو له پاره پراخ امنیتي عملیات وکړي، چې بېرته خپل عادي او ارام ژوند ته راوګرځي.





