
نن شنبې د چپرهار ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکیو د دې ولسوالۍ مقام ته د لاریون او اعتراض په توګه د هغو کسانو جسدونه راوړي وو چې تېره شپه پهدې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له لوري په عملیاتو کې وژل شوي وو.
د لاریون پرمهال د پولیسو او ولسي وګړیو ترمنځ تاوتریخوالی پېښ شوی چې محلي پولیسو پر لاریونوال ډزې کړي په پایله کې یې دوه تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
افغان ځواکونو بېګا دوې بجې د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ په هدیهخېلو او مندرخېلو سیمو کې عملیات کړي چې ځېنو کسانو ته پهکې مرګو ژوبله اوښتې ده.
د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکیو ګلداد خان او سیدعمر رسنیو سره خبرو کې وویل، وژل شوي کسان د شپې ناوخته د کروندو په اوبه کولو پسې وتلي وو چې ځمکني او هوايي بریدونه پرې شوي دي.
دوی د کره شمېرې په اړه یوه خوله نهدي او وايي چې شاوخوا لس تنه یې وژلي او ځېنې یې له ځان سره ژوندي وړي دي.
ګلدادخان او سیدعمر د سهارني لاریون پرمهال د محلي پولیسو له لوري شوې ډزې غیرعادلانه بولي او وايي چې محلي پولیسو د لاریون د ګډوډولو په پار پر لاریونوال د شا له لوري ډزې کړي او ۲ تنه یې وژلي او یو تن یې ټپیان کړيدي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلاموطندار وویل، تېره شپه ناوخته امنیتي ځواکونو چپرهار ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو پر ضد عملیات کړي چې ځېنو کسانو ته پهکې مرګو ژوبله اوښتې ده. ده دا هم وویل چې د وژل شويو کسانو په اړه د کره معلوماتو راټولولو لهپاره یې سیمې ته پلاوی لېږلی دی.
خوږیاڼي ویلي، له افغان ځواکونو سره پهدې عملیاتو کې هوايي ځواک هم ملتیا کوله او دغهراز امنیتي ځواکونو له سیمې ځېنې کسان هم له ځانه سره وړي؛ خو د کره شمېرې په اړه یې څه په لاس کې نهلري.
له دې مخکې هم د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې افغان ځواکونو په عملیاتو کې ملکي خلکو ته مرګو ژوبله اړولې چې د ولسي خلکو اعتراضیه غږونه هم ورسره راپورته شويدي.
پر حکومتي چارواکیو تل دا نیوکه وي چې په پوځي او چاڼیزو عملیاتو کې د ملکیانو ژوند ته د نه پام تر څنګ د وژل شویو خلکو د هویت معلومالو لهپاره له ولس سره سیمو ته د لېږل شویو پلاوو نتیجې نه شریکوي.





