د کندوز والي: طالبان او روسان د اړیکو تمایل لري

د کندوز والي اسدالله عمرخیل له لوړ پوړو امنیتي مسوولینو او بهرنیو ځواکونو سره په یوه ګډه غونډه کې خبرداری ورکړ، که کندوز په بشپړ ډول له طالبانو پاک نه شي، نو دغه ډله او روسان له یو بل سره د اړیکو نیولو تمایل لري.

د کندز والي خبرداری ورکړ، چې که ددې کار مخه ونه نیول شي په راتلونکې کې به هیواد له جدي ستونزې سره مخ شي.

د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد، د ملي دفاع وزیر عبدالله حبیبي، د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر او د غوڅ ملاتړ ځواکونو عمومي قوماندان جنران جان نیکلسون د سه شبنې په ورځ (جولای ۲مه) په دې موخه کندوز ته تللي، چې د یاد ولایت له سیمه ییزو مشرانو سره خبرې وکړي.

په دې غونډه کې د کندوز والي اسدالله عمرخیل، له روسانو سره د طالبانو اړیکو نیولو تمایل خبرداری ورکړ.

د کندز والي وايي، ددې له پاره چې کندوز له منځنۍ اسیا هیوادونو سره ګډه پوله لري که امنیتي مسوولین دې مسلې ته جدي پام ونه کړي په نږدې راتلونکې کې به هیواد له ستونزو سره مخ شي.

د کندز والي زیاته کړه، چې د طالبانو یو شمیر اغیزمن او مشهور قوماندانان هم په دې ولایت کې حضور لري او ددې ډلې راټولیدل د نورو ولایتونو په پرتله زیات دي.

دغه راز، د کندوز یو شمیر مدني فعالانو غونډې کې، لوړپوړي دولتي چارواکي له وسله والو طالبانو د کندوز نه پاکولو په تړاو په بې پروایې تورنوي او وايي، چې د کندوز په ډیرو سیمو کې د طالبانو تسلط اوس هم دی او ددغه ولایت اوسیدونکي يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د کندوز مدني فعالان مرضیه رستمي او غفور هوتک وايي، چې  بیلا بیل پوځي عملیات ترسره کیږي، خو عملیاتونو کومه ځانګړې پایله نه درلوده.

همدارنګه دوی خبرداری ورکړ، همدا اوس د ټولو کندوزیانو هوډ دادی، چې که په دوو میاشتو کې امنیتي ځواکونه ونه توانیدل، چې د طالبانو مخه ونیسي خلک به د ددولت پر ضد پاڅون وکړي.

په ورته وخت کې دوی وايي، لس ورځې کیږي چې کلا زال د طالبانو په واک کې دی او د مدیریت کمزوري ددې لامل شوی، چې تراوسه پورې دغه ولسوالۍ ونیسي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد سره له دې، چې د کندوز امنیتي وضعیت د قناعت وړ نه بولي، خو وايي، چې په تیریوکال کې د ترهګرو تمرکز په دغه ولایت ډیر و او حکومتي مشران له طالبانو د کندوز ولایت پاکولو قوي اراده لري.

د غونډې په ترڅ کې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر هم کندوزیانو ته ډاډ ورکړ او ويي ویل، چې د عملیاتو دویم پړاو د ترهګرو ځپلو له پاره د دې ولسوالي تر پاکیدو پورې دوام لري.

اتمر زیاته کړه، چې اوسمهال د هیواد په ۳۳ ولایتونو کې د ترهګرو پرضد جګړه روانه ده، خو کندوز د هغو شپږو ولایتونو له ډلې دی، چې پکې د ترهګرو پرضد پکې شدید جنګ دوام لري.

له دې ټولو سره سره، د غوڅ ملاټر ځواکونو عمومي قوماندان جان نیکلسون سیمه ییزو مشرانو ته د بهرنیو ځواکونو ملاټر ډاډ ورکوي او وايي، چې د شفق عملیات له کندوزه پیل او په همدې ولایت کې پای ته رسیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام