تېر ۲۴ساعتونه؛ افغان ځواکونو سره نښتو کې له ۱۰۰ډېر طالبان وژل شوي

امنیتي مسوولان وايي، پکتیا، هلمند، روزګان او لوګر ولایتونو کې تېره شپه د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوي چې ۱۰۲ طالب وسله‌وال په کې وژل شوي او شاوخوا سل نور ټپیان دي.

د پکتيا د امنيې قومندانۍ د امنيت امر لطف الله کامران وويل، طالبانو د ګردېز ـ خوست لویه لار او احمد ابا، زرمت او پټان ولسوالیو کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي چې افغان ځواکونو سره نښتو کې ۳۸ وسله‌وال وژل شوي او ۶۱ نور ټپيان دي.

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وايي، افغان ځواکونو د هلمند نهرسراج او سنګین ولسوالیو کې هوايي او ځمکني عملیات کړي چې پرمهال یې ۲۹ طالب وسله‌وال وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.

له دې سره د روزګان د والي ویاند زړګی عبادي هم وايي، یوې ډلې طالبانو چې لیزري قطعه هم ورسره وه، تېره ورځ د روزګان د دهراود ولسوالۍ په «جیتو کمپ» برید کړی چې افغان ځواکونو د جګړې پرمهال هوايي برید کړی او ۲۱ طالبان په کې وژل شوي او ۸ ټپیان دي.

لوګر کې هم د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې ۱۴ وسله‌وال وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

تر اوسه د دې پېښو په اړه طالبانو کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.

دا داسې مهال دی، چې ولسمشر غني د سې‌شنبې په ورځ د کابل او ننګرهار له بریدونو وروسته افغان ځواکونو ته امر وکړ چې له فعاله دفاعي حالته ووځي او پر وسله‌والو بریدونه پیل کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام