
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي ویلي چې پر امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو بریدونه د دې ډلې د جګړې او تاوتریخوالي د دوام ښکارندويي کوي.
نوموړي نن پر خپلې ټويټرپاڼې د طالبانو د بریدونو په غبرګون کې لیکلي چې د طالبانو د ترور شبکې له لوري د نظامیانو او خلکو په نښه کول یو جنایت دی او نړیواله ټولنه یې باید وغندي.
هغه ویلي، د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي لوړې کچې د سولې په اړه د خلکو هیلې اخیستې دي.
طالبانو د بینالافغاني خبرواترو له را نږدې کېدو سره سم پر امنیتي او دفاعي ځواکونو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. دغې ډلې تازه د کندوزـتخار پر لويې لارې د امنیتي ځواکونو څلور پوستې نیولي دي.
د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم پرون په ټویټ کې د وړمې ورځې برید ته په اشارې چې د پوهنې وزارت د علمي شورا سرپرست عبدالباقي امین پهکې ووژل شو لیکلي، دغه برید هغو کسانو کړی چې د سولې پروسې د تخریب په لټه کې دي.
هغه د یاد برید د غندنې ترڅنګ، هغه خواشینوونکی بللی او ټینګار یې کړی چې ټول اړخونه باید تاوتریخوالی پرېږدي او د سولې خبرې اترې پیل کړي.
ټاکل شوې وه د سولې بینالافغاني خبرې اترې د زمري میاشتې په شپږویشتمه په دوحه کې پیل شي، خو د ناڅرګندو لاملونو له کبله وځنډېدلې.





