
د کابل له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هغه خبرې، چې طالبانو ته ورته موخې لري، د ولسي جرګې د ځېنو غړو له سخت غبرګون سره مخ شوې.
کابلوف تېره پنجنشبه له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي وو، چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې پر خلاف په مبارزه کې مسکو او طالبان ورته ګټې لري.
کابلوف د د نورو جزیاتو له ورکولو پرته ویلي وو، چې مسکو له طالبانو سره د مالوماتو د تبادلې له پاره ارتباطي شبکې جوړې کړي دي.
د ولسي جرګې زیات شمېر وکیلانو په نننۍ عمومي غونډه کې د کابلوف دا ډول څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې په ښکاره توګه لاسوهنه وبلله.
دوی پر بهرنیو چارو وزارت نیوکې وکړې، چې ولې د نورو هېوادونو د دا ډول څرګندونو په مقابل کې غلي پاتې شوي دي. دوی همداراز زیاته کړه، چې افغانستان د سترو قدرتونو د جنګ مرکز ګرځېدلی دی او نور د دې توان نه لري، چې دا ډول خبرې وزغمي. دوی پر افغان حکومت غږ وکړ، چې په دې اړه جدي شي او د بهرنیانو لاسونه لنډ کړي.
د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل د داسې څرګندونو سرچینه د دې جرګې د ځېنو وکیلانو د بې بندوبارو خبرو پایله ګڼي.

کړوخېل وویل، د ولسي جرګې د ځېنو غړو بې مسولیته خبرې د دې لامل شوې، چې بهرنیانو ته د دې زمینه برابره شي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
شینکۍ کړوخېل د چا نوم وانخیست، خو زیاته یې کړه، چې د ولس د استازو غیرمسوولانه خبرې کولی شي، چې پر افغانستان د نورو هېوادونو شکونه زیات او باورونه راکم کړي.
د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي هم د کابل لپار د روسیې د ځانګړي استازي پر خبرو نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، چې په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت چوپتیا د پوښتنې وړ ده.
ابراهیمي اړوند کمېسیون ته دنده وسپارله، چې د بهرنیو چارو وزارت چارواکي راوغواړي او د روسي چارواکي د څرګندونو په اړه د دوی د چوپتیا پوښتنه ترې وکړي.
خو د افغانستان دفاع وزارت په هماغه ورځ ویلي وو، چې له طالبانو سره دا ډول ارتباط نیول د منلو وړ نه دی.
وړادندې تر دې هم ویل کېدل، چې روسیه له داعش اندېښنه لري او د دې کار له پاره ښايي له طالبانو سره مرسته وکړي.
دا لومړی ځل دی چې د روسیې یو لوی ډیپلومات په رسمي توګه د طالبانو او مسکو د روابطو خبره کوي.





