
د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکي وايي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له تور لېسته د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د نوم اېستلو سره هوکړه کړې.
د سولې عالي شورا غړی محمد اسماعیل قاسمیار له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې د ملګرو ملتو امنیت شورا پلاوی به افغانستان ته د خپل کلني سفر پرمهال د نورو کارونو ترڅنګ له تور لېسته د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د نوم لرې کولو پر موضوع هم کار وکړي.
قاسمیار وايي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له دوی سره په دې اړه موافقه کړې.
څو میاشتې مخکې افغان دولت له حزب اسلامي سره د سولې تړون د یو لړ شرایطو پر بنسټ لاسلیک کړ، چې یو شرط یې له تور لېسته د حزب اسلام مشر ګلبدین حکمتیار د نوم لرې کول و.





