
سلاموطندار ته د ملي امنیت عمومي ریاست له لوري رالېږل شوې خبرپاڼې له مخې، د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو دوه بریدګر فیروز کوچی د دولت خان زوی او رفیعالله د زرګل زوی چې کابل ښار کې یې د ځانمرګو او غلچکیو بریدونو د تنظیم مسوولیت پرغاړه و، نیولي دي.
د خبرپاڼې له مخې امنیتي ځواکونو یاد کسان نن له چاودېدونکیو توکو ډک یوه لاسي بکس، یوې تومانچې او کرولا ډوله موټر سره د کابل ۳ یمې ناحیې اړوند سیمې کې نیولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، یاد کسان د ماین، موټربم او ځانمرګو واسکټونو جوړولو برخې کې ۶ میاشتنۍ زدهکړې د پېښور په اکوړه خټک کې کړې وې.
د ملي امنیت خبرپاڼې له مخې دغو کسانو د ۵ ځانمرګو بریدګرو په وسیله د میدان وردګو ولایت، چک ولسوالۍ کې د حقاني شبکې یوه قوماندان بشیر په لارښوونه د کابل پنځمې ناحیې اړوند پر ښاري کمربند د ډلهییز برید او د سیاسي او مدني فعالانو او دیني عالمانو د ترور پلان درلود، خو د امنیتي ځواکونو له لوري هدف ته تر رسېدو مخکې ونیول شول.





