له ماشومتوبه په الوت ميېنه نیلوفر اوس دخوبونو پر څای دافغانستان د شین اسمان دهوايي ځواک پیلوټه او ساتونکې ده.
په کوچنیوالي کې به یې چې په هوا کې مرغۍ وکتله نو په زړه کې به یې د الوتکې د پرواز هیله په ټوپونو شوه؛ خو دخپلو ټولو خوبونو سره نه یواخې دا چې نیلوفر پېلوټه شوه؛ بلکې خپلو خوبونو ته یې تعبیرونه هم وموندل.
نیلوفر رحماني وايي "په افغانستان کې زيات نجونې خوبونه ويني، خو ستونزي يې د تعبيرونو پر مخ دېوال وي."
په ويښتانو تور رنګې ۲۳ کلنه نيلوفر اوس د اردو په خاکي جامه کې د افغانستان په هوايي پوځي ډګر کې پيلوټه ده.
د طالبانو د رژيم له ړنګېدو وروسته د مرګ ګواښونو څخه ډک په يوه مرد سالاره ټولنه کې د دودونو پر خلاف نيلوفر رحماني د لومړي ځل له پاره د افغاستان په پوځي هوايي ډګر کې د لومړنۍ افغانې پيلوټې په توګه دنده پېل کړه.
۲۳ کلنه نېلوفر په کابل کې زېږېدلې او په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې نوموړې ته د هوايي ځواک د روزلو (ټريننګ) زمينه برابره شوه.
نېلوفر رحماني د لومړي ځل له پاره دغه موضوع له خپلې کورنۍ پټه وساتله، ځکه پوهېده، چې هرو مرو به يې کورنۍ مخالفت کوي.
دوه کاله وروسته هغه د افغانستان لومړنۍ افغان پېلوټه شوه.
د نېلوفر ناممکن خوبونه رښتیا شول او د امریکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا ورته د زړورې ښځې جایزه ورکړل شوه، چې د همغې مودې راهیسې په نړۍ او ځانګړي ډول افغانستان کې مشهوره شوه.
داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې د طالبانو او مجاهدینو له نظام مخکې ښځينه پيلوټانې وې، خو په اړه يې کره معلومات په لاس کې نه شته.
نيلوفر اسوشيتد پرېس نړېوال خبري اژانس ته ويلي، چې یو ځل د طالبانو له لوري دا او د دې کورنۍ په مرګ هم ګواښل شوې وه، چې په ۲۰۱۳ م زېږدیز کال کې بیا د دوو میاشتو له پاره د همدې ګواښ له امله له هېواد څخه بهر میشت ته مجبوره شوه.
هغه وايي، اوس تل د خپل ځان د حفاظت له پاره له ځانه سره تفنګچه ګرځوي او د خپل یونيفورم سره د کاري ساحې یا بېس څخه بهر نه وځي.
نیلوفر په افغانستان کې د پېغلو د ژوند او ستونزو یادونه کوي او زیاتوي چې نه شي کولی خپل ارمانونه پوره کړي.
د مېرمن رحماني په خبره چې په افغانستان کې پېغلې جونې له ډول ډول ستونزو سره مخ دي چې د ژوند خواږه یې ور تریخ کړي دي.
د افغانستان لومړنۍ پېلوټه زياتوي، چې کله د کابل ښار په شاه دوشمشېره زیارت کې د خلکو له لوري په بې ګناه او بې رحمانه ډول ووژل شوه، نو د دغې مسلې له امله سخته غمجنه شوه.
دې ويلي، " فرخندې سره خلکو داسې چلند وکړ، چې له حېوان سره یې هم څوک نه کوي، فرخنده طالبانو و نه واژله، بلکې همدې عامو افغانانو په ډيرې بې سترۍ و واژله."
نیلوفر ته دامریکا دحکومت له اړخه د زړورې پېلوټې په توګه د کال د غوره مېرمنې جایزه هم ورکړله.
مېرمن رحماني دخپلې زړورتیا دکېسې په توګه دهغې پېښې یادونه کوي چې دخپل آمر له اجازې پرته یې پوځي زخمیان درملنې ته لېږدولي و.
"دغه خاطره مې هيڅکله نه هېريږي، چې غوښتل مې ټپي پوځيان د افغانستان له نا امنه جنوبي حوزې څخه انتقال کړم، هغه مهال راته د لوړ پوړو مقاماتو له لوري د ورتګ اجازه نه راکول کېده"
په دې قضیه کې نیلوفر بغاوت وکړ او دخپل قوماندان له اجازې پرته یې ټپيان عسکر کابل ته ولېږدول.
نيلوفر وايي، په دې کار سره يې دا ثابته کړه، چې ښځې هم زړورې دي .
د نيلوفر په وينا، کله چې يې پوځي عمليات پای ته ورسول او ټپي پوځيان يې کابل ته انتقال کړل، نو بیا يې خپلو مشرانو ته وویل، چې "ما ستاسو له امر نه سر کشي وکړه او اوس تاسو کولای شئ، چې ماته سزا راکړئ او زه به يې هم قبوله کړم".
هغه وايي، په دې سره يې قومندان وخندل او هغه يې معاف کړه.
د هېواد لومړنۍ پيلوټې دا هم وویل، یو وخت په هوايي ډګر کې یو سړي غوښتل، چې د نوموړې سره لاس ورکړي، خو دې ورته ويلي، چې "که په افغانستان کې کوم نارينه ښځې ته لاس ورکړي، نو خلک پرې بد ګومان کوي."
کله، چې د نيلوفر رحماني، څخه دا پوښتنه وشوه، چې څه وخت به د نجونو او سړو تعداد د افغانستان په هوايي ډګر کې سره مساوي شي، نو هغې په ځواب کې ويلي، چې دغه مسله به ۲۰ یا ۳۰ کاله وروسته وشي، خو په وينا يې دغه حالت ته هيله منه ده.





