غني: د مجرمينو تبادله د افغان حکومت په سياست کې ځای نه لري

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې د مجرمو اشخاصو تبادله د افغان حکومت په سياست کې ځای نه لري او حکومت به هيڅکله داسې متهمین تبادله نه کړي، چې د محاکمو له لوري مجرم پېژندل شوی وي او دوی يې د اشخاصو په بدل کې مبادله کړي.

نوموړي د يوې خبري ناستې په ترڅ کې خبريالانو ته وویل، چې د ۳۱ برمته شويو افغانانو له ډلې د ۱۹ تنو د ازادېدو له کبله افغان حکومت خوشحاله دی او امنيتي چارواکي د پاتې برمته شويو د خلاصون په لټه کې دي.

ولسمشر دا هم وویل، چې د برمته شویو کسانو د ازادېدو له پاره د حکومت له لوري هيڅ ډول پېسې نه دي ورکړل شوي.

افغان ولسمشر زياته کړه، چې د ځينو پېښو په هکله د حکومت سکوت د بې پروايۍ نه بلکې د تعهد په معنی ده.

ده وویل، چې د برمته شويو کسانو د خلاصون په موخه د لومړي ورځ نه تر اوسه پورې شخصاَ په جدي اقداماتو لاس پورې کړی.

افغان ولسمشر د افغانستان اوسني امنيتي حالاتو ته په اشارې سره وویل، ده د خپل حکومت پېل کې ويلي و، چې سږکال به سخت کال وي او د داشان پېښو څخه باید درس واخلو.

نوموړي د ۳۱ مسافرو د خوشې کېدو په مناسبت خبري ناستې ته زياته کړه، چې امنيتي مسایل تدبير او حوصلې ته اړتيا لري.

 

پوره ۷۸ ورځې وړاندې د کابل ـ کندهار پر لويه لاره د زابل په سيمه کې شاوخوا ۳۱ تنه مسافر د نامعلومو وسله والو له لوري برمته شول.

د برمته کېدو څخه څو ورځې وروسته ډيری هېوادوالو د برمته شويو مسافرو د خلاصون په موخه لاريونونه وکړل او د اعتراض په توګه يې د کابل په ښاروالۍ کې يې خيمې ولګولې.

نن دوشنبه ( ۲۰۱۵ زېږدیز/ مې ۱۱) سلام وطندار له لوري د لومړي ځل له پاره راپور خپور شو، چې د ۳۱ برمته شويو وګړو له ډلې ۱۹ تنه يې ازاد شول.

دا لا د حکومت له لوري تایید شوې نه ده، چې د برمته شويو وګړو په تبادله کې د حکومت له لوري د مخالفو وسله والو کوم شرطونه منل شوي او کوم کسان يې پر ځای خوشې شوي دي.

خو سلام وطندار ته را رسیدلي راپورونه وايي، چې د برمته شويو مسافرو پر ځای افغان حکومت یو شمېر چيچني، ازبکستاني او نورو اتباع خوشي کړي دي.

د غزني د ولايتي شورا غړی حسن رضا یوسفي سلام وطندار ته د پورته خبر د تایید ترڅنګ ويلي، چې دغه کسان د غزني او زابل ترمنځ په پرتو کلو کې تبادله شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام