په بغلان کې یو ملا خپله مېرمن ووژله

د بغلان ولایت د تاله او برفک ولسوال فیض محمد امیري سلام وطندار ته وویل، د دغه ولسوالۍ د انګار کلي د جومات د ملا له خوا چې فیض الله نومېږي، په بې رحمانه ډول خپله مېرمن وژلې ده.

نوموړی وايي، چې دا پېښه تېره شپه د (اګسټ په ۳۱مه) رامنځته شوې ده او لامل یې له ښځو سره کورنی تاوتریخوالی ښودل شوی دی.

امیري وايي، چې ملا فیض الله ۴ کاله وړاندې په تخار ولایت کې له دې مېرمنې سره واده کړی و او څو اولادونه یې هم لرل.

دغه وژنه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې شوې ده. دا پېښه په داسې حال کې کېږي، چې څو ورځې وړاندې د بغلان په مرکزي ولسوالۍ کې یو مېړه له خپلې ښځې سر غوڅ کړی و.

تېره ورځ هم په غور ولایت کې یو ځوان هلک او نجلۍ د ناوړه اړیکو د لرلو پر تور ۱۰۰ دورې ووهل شول، دغه تورن کسان د عامو خلکو په حضور کې د جومات د ملا له لوري په دورو ووهل شول او وروسته یې کورنیو ته وسپارل شول.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام