
د هېواد ختیځو او شمالي ولایتونو کې د داعشیانو له فعالیتونو وروسته دا وخت کابل ته څېرمه پروان ولایت کې د دې ډلې حضور او فعالیتونو په اړه اندېښنې مطرحېږي.
د پروان ولایتي شورا غړی محمدمجیب شورش سلاموطندار ته وايي، داعشیان پروان کې د کسانو په جذبولو او د دې ولایت د ناامنه کولو هڅه کوي.
د ده په وینا، داعشیان د کاپيسا له لارې کوښښ کوي چې پروان ولایت ته نفوذ وکړي.
د پروان ځايي چارواکي هم د تروریستي ډلو په ځانګړي توګه د داعشیانو له فعالیتونو بېخبره نهدي.
د پروان والي فضلالدین عیار د دې ولایت اړوندو سیمو کې د داعشیانو فعالیونه مني؛ خو وايي، دغه فعالیتونه په هغه کچه نهدي چې د اندېښنې لامل شي.

دی په ټینګار سره وايي چې داعشیان به په نطفه کې شنډ کړي.
د پروان امنیه قوماندان محمدزمان مموزی پهداسې حال کې چې دې ولایت کې د امنیتي وضعیت د خرابولو په موخه د ځېنو کسانو خوځښتونو او پلانونو ته اشاره کوي؛ خو هغه فعالیتونه چې پروان کې د داعشیانو تر نوم لاندې کېږي؛ د هغو غلو کار بولي چې مشران یې د پولیسو له لوري وژل شويدي.
پروان کې د یوې باوري امنیتي سرچینې په وینا، دې ولایت کې د داعشیانو فعالیتونه له عوامو پټ دي، ان تر دې چې د دې ډلې غړي هم یو بل نه پېژني.
همدارنګه ځېنې سرچینې له داعشیانو سره د تحریر ګوند اړیکو ته اشاره کوي او د تحریر ګوند فعالیتونه، داعشیانو ته د سرتېرو د جذبولو په معنا بولي.





