سعودي عربستان د جمرات او منا واټونه پراخوي

د سعودي عربستان پارلمان د دغه هېواد له مسولو وزارتونوغوښتي دي، چې د حج زیات کوونکو له پاره دې لارې او امکانات پراخ کړي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور پر بنسټ د سعودي عربستال پارلمان د دغه هېواد د کابینې له غړیو سره په لیدنه کې د رواکان د حج په مراسمو کې د دغه هېواد د حج وزارت په کړنو نیوکې کړې دي.

د پارلمان غړیو له مسولو چاروکو په جدي ډول غوښتي، چې د حج مراسمو د ګڼې ګوڼې سیمو په اړه دې کره او مسلکي مطالعه وکړي او د ناببره پېښو د رامنځته کېدو مخه دې ونیسي.

دوی له مسوولو چارواکو غوښتي دي، چې د حج زیات کوونکو خدمتونه دې د کمیت او کیفیت له پلوه زیات کړي.

د سعودي عربستان پارلمان د جمرات او منا واټونو د پراخوالي په اړه ټینګار کړی دی.

د سږ کال حج په مراسمو کې د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله ۷۶۹ تنه د حج زیات کوونکي مړه شول.

همدا راز د حج مراسمو له پیل څخه څه وخت مخکې د یو جرثقیل په را نسکورېدو سره شاوخوا ۱۰۹ تنه ووژل شول.

له دغو پېښو وروسته د سعودي عربستان شهزاده محمد ابن نایف، د کورنیو چارو وزیر او د حج چارو وزیر د پېښو د څېړلو امر کړی وو، خو تر اوسه پورې په دې اړه قناعت ورکوونکې نتایج لاسته راغلي نه دي.

په ۲۰۱۵ کال کې د نفتي توکو په بیه کې د پام وړ ټیټوالی را منځته شو.

د نړیوالو اقتصادي چارو شنونکي وايي، چې د نفتي توکو بیې کموالي د سعودي عربستان بودیجه ۱۰۰ میلیونو ډالرو کسر سره مخ کړې ده.

اوس یواځېنۍ سرچینه چې د سعودي عربستان له پاره د دې بدیل دی، هغه د حج زیات کوونکو مدیریت کول دي.

سعودي عربستان هر کال شاوخوا له ۱۶ تر ۲۰ میلیونو ډالرو پور د حج زیات کوونکو له سفرتونو تر لاسه کوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام