له ځايي بې کوره شویو وګړو، له وسله والو سره د یوځای کېدو اندېښنه

د ولسي وګړو د خوندیتوب بنسټ په هېواد کې د ورستیو جګړو له امله د بې ځایه شویو کورنیو په اړه اندېښنه لري.

د دغه بنسټ مسولین نن ( مې ۳۱مه) په کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې په بېلا بېلو ولایتونو کې د جګړو ډېرېدل په هېواد کې د کورنیو د بې ځایه کېدو لامل شوي.

د ولسي وګړو د خونديتوب بنسټ غړې کریمه کریمي وايي، چې که په هېواد کې د بې ځایه کېدو شمېر پراختیا و مومي، نو د دغو کورنیو ځوانان به د وسله والو مخالفینو د جلب او جذب لیکې پیاوړې کړي او د حکومت له پاره به په لوی ګواښ بدل شي.

میرمن کریمي زیاته کړه، چې د بې ځایه شویو کره شمېر معلوم نه دی خو نړېوال او ملي بنسټونه وايي، چې له ۸۰۰ زرو نه تر یو میلیون پورې اټکل شوي دي.

د دې په خبره د کره شمېر نشتوالی د مرستو کمېدو لامل کیږي.

دغه بنسټ وايي، چې وروستۍ ناامنۍ د بې ځایه شویو کورنیو د صعود لامل شوي دي.

دغه بنسټ د کندوز ولایت د کډوالو ریاست په حواله وايي، چې د وروستیو نښتو له امله په تېرو ۲ اونیو کې ۱۸ زره کورنۍ بې ځایه شوي دي.

خو د کریمې په وینا د کډوالو وزارت د بې ځایه شویو کورنیو له پاره د بېړني مرستې په برخه کې ځانګړې بودیجه نه لري.

له بله لوري د ولسي وګړو د خوندیتوب بنسټ د تېرو کلونو د بې ځایه شویو کورنیو د ناسم حالت نه اندېښنه ښکاره کوي.

میرمن کریمي وايي، چې دغه کورنۍ په ناوړه اقتصادي حالت کې شپې او ورځې سبا کوي.

ده وویل، چې د دغو کورنیو ماشومان زده کړو ته لاسرسی نه لري او دغه چاره د دوی په ژوند ژوره اغیزه لرلی شي.

د دغه بنسټ په باور د بې ځایه شویو کورنیو د بېرته ستنېدو له پاره هیلې نشته.

د وسله والو طالبانو پسرلني عملیات د هېواد په بېلا بېلو برخو کې او پر وړاندې یې د امنیتي ځواکونو جګړه د دې لامل شوي، چې ولسي خلک خپل کورونه پرېږدي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام