خوست کې موټر بم چاودنې ۱۴ تنه وژلي

په خوست ښار کې د فوټبال لوبغالي ته څېرمه نن ورځ شاوخوا ۸:۳۰ بجې د کمپاین پر ځواکونو موټر بم چاودنه شوې، چې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې ولایت د عامې روغتیا سرپرست ګل محمدین محمدي سلام وطندار ته وویل، له چاودنې ۱۴ مړي او ۸ تنه ټپیان روغتونونو ته ور وړل شوي دي.

محمدي وايي، د ټپیانو له ډلې د یو تن روغتیايي حالت نازک دی.

د خوست امنیه قوماندان فیض الله غیرت سلام وطندارته وویل، په چاودنه کې ۱۰ کسان وژل شوي دي او ۱۰ نور ټپيان دي.

غیرت وايي، په ټپيانو کې نظامي او ولسي خلک شامل دي.

د چاودنې مسوولت تراوسه هېڅ وسله والې ډلې اخیستی نه دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام