ټاکل شوې وه په قطر کې د پګواش نړېوالې موسسې له خوا د افغانستان په اړه د کیدونکې دویمې ناستې مقدماتي غونډه نن شنبه (۲۰۱۵ زېږدیز/ جون۶) په دوبۍ کې جوړه شي.
خو د سولې عالي شورا غړي محمد اسماعېل قاسمیار سلام وطندار ته وویل، چې د دوبۍ په غونډه کې د قطر د راتلونکې غونډې له پاره پر اجنډا خبرې شوي.
قاسمیار زیاته کړه، چې په دوبۍ کې نننۍ مقدماتي غونډه تر روژې وروسته وځنډول شوه.
د سولې عالي شورا غړي دا هم وویل، په دې اړه خبرې شوې وې چې ترکیب او ټاکنه په څه ډول وي.
داسې راپورونه هم خپاره شوي وو، چې د اجنډا د تنظيمولو په موخه به د قطر په غونډه کې له کابله میرویس یاسیني، قیوم کوچی، قطب الدین هلال او سېد اسحاق ګیلاني ګډون وکړي.
راپورونو کې کاږل شوي وو، چې په دې غونډه کې د شېرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو دوه کسیز پلاوی هم ګډون کوي.
که څه هم سیاسي کارپوهان په دوبۍ کې نننۍ غونډه رسمي نه بولي خو وایي، چې دا مقدماتي ناسته د قطر غونډې له پاره ګټوره تمامیدی شي.
ټاکل شوې، چې د پګواش له خوا د قطر دویمه له روژې میاشت وروسته جوړه شي.
د قطر لومړۍ غونډه د پګواش په نوم د يوې کاناډايۍ څېړنيزې موسسې له خوا (د افغان ډيالوګ) تر سرليک لاندې د ۱۳۹۴ لمریز کال د غويي په ١٢مه جوړه شوې وه، چې په کې د طالبانو د ۸ کسيز پلاوي تر څنګ له کابل څخه د درېیو ښځو په ګډون ورغلي ٢٠ کسيز پلاوي برخه اخیستې وه.
د افغان دولت له خوا په دې غونډه کې د سولې عالي شورا غړو، د ولسي جرګې غړو، د سياسي ګوندونو استازو او د مدني ټولنو فعالانو ګډون کړی وو.
دغه راز د انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي يوه پلاوي هم په دغه کنفرانس کې ګډون کړى و.
په همدې حال کې تېره ورځ په ناروې هېواد کې هم د افغانستان د مدني ټولنو او د ملي شورا غړو له طالبانو سره غونډه کړې.
د راپورونو له مخې طالبانو اعتراف کړی، چې د دوی ځينې چارواکي د افغان پلاوو سره په ناروې هېواد کې غېر رسمي مذاکرات کړي.
راپورونه کاږي، وروسته له هغه چې د افغان حکومت له لوري وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې اترې مثبته پایله ور نه کړه، نو اوس د ناروې هېواد اعلان کړی، چې طالبانو د جمعې په ورځ په دغه هېواد کې د یو شمېر افغان چارواکو سره غېر رسمي خبرې اترې کړي دي.
تر اوسه د دغو افغان چارواکو او طالب پلاوو نمونه نه دي افشا شوي.
د ياد هېواد له لوري دا هم ويل شوي، چې طالبان او افغان پلاوي په دغه جلسه کې د ښځو د حقونو په اړه غږېدلي دي.
د (NRK) په نوم د ناروې دولتي ټلویزیون او راډيو له لوري په خپور شوي خبر کې زیاته شوې، چې د یاد هېواد په پلازمېنه اوسلو کې دغه خبرې اترې د تېرې جمعې په ورځ (۲۰۱۵ زېږدیز/ جون۵) پای ته رسېدلي.
اخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ويلي، چې دوی د افغان مدني ټولنو ځينو غړو سره په ناروې هېواد کې په افغانستان کې د شته بهرنيو سرتېرو په باب مشورې کړي.
ذبیح الله مجاهد زياته کړې، چې د دغو غېر رسمي مذاکراتو موخه د سولې خبرو اترو پېل نه دي.
د طالبانو وياند له لوري په دغه خبر پاڼه کې په ناروې هېواد کې د افغان چارواکو او طالبانو د غېر رسمي خبرو اترو په اړه نور جزيات نه دي لیکل شوي.
د ويلو ده، چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې په قطر کې طالبانو په د ښځو په باب په دفترونو کې کار او تعلیم په اړه د ملاتړ هوډ کړی وو.
یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم يې واخېستل شي ځینو رسنیو ته ویلي، چې په دې غونډه کې له افغانستانه لسو ښځو برخه اخېستې چې په کې شکریه بارکزۍ، ګلالۍ نور ساپۍ، حبیبه سرابي، فوزیه کوفي، حوا علم نورستانۍ او نورې ګډون لري.
خو وروسته بیا د سولې عالي شورا له لوري دغه خبرې رد شوې او وویل شول، چې د دغو خبرو اترو څخه د سولې عالي شورا ته رسماً څه نه دي ویل شوي.
هغه مهال فوزیه کوفي هم د یو خصوصي ټلويزیون سره په مرکه کې ويلي وو، دوی ته تراوسه دا نه ده جوته، چې په ناروې کې به د طالبانو سره د خبرو اترو اجنډا څه وي، خو زیاته کړې يې وه، چې د سولې خبرې اترې او د ښځو حقوق به د دغه اجنډا له مهمو برخو څخه وي.
د سیاسي چارو کارپوه ملا سید اکبر اغا سلام وطندار ته وویل، دا ډول غونډې کولی شي چې د سولې رسمي خبرو اترو مخکې د دواړو خواوو ترمنځ منفي او د نظر اختلافات له منځه یوسي.
نوموړي زياته کړه، چې نه باید د پګواش غونډه غولونکي بڼه خپله کړي، ځکه د پګواش موسسه پروژوي حیثیت لري او د افغانستان جوړول په خپله افغانانو پورې تړاو لري.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په دې وروستيو کې خپل پسرلني عملياتو ته زور ورکړی او د هېواد په بېلابېلو برخو کې ډله ییز بریدونه کوي.





