ملاعمر پرويز مشرف ته ويلي وو، چې کندهار بمبار کړي

د طالبانو پخواني مشر ملا محمدعمر په ۲۰۰۰ م ز کال کې  د همغه وخت له اجرايوي رییس جنرال پرویز مشرف څخه غوښتي وو، چې که د طالبانو پالیسي يې خوخښه نه وي، نو را دې شي پر کندهار دې بمبار وکړي.

دغه مخفي اسناد په واشنګټن کې د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت له لوري خپاره شوي.

هغه مهال بیا پرويز مشرف د طالبانو پخواني امېرالمومنین خبره په ۲۰۰۰ م زېږدیز کال د مارچ په ۲۶ مه په اسلام اباد کې د امريکا د بهرنيو چارو وزیر مرستیال توماس پیګرنګ سره شریکه کړې وه.

وروسته له هغه بیا پرویز مشرف پاکستاني جنرال محمود کندهار ته وليږه، چې په هره ستونزه وي باید له طالبانو سره خبرې وکړي.

ملاعمر دغه پاکستاني جنرال ته هم په زغرده ویلي وو، چې طالبان له دې امله ډېره بخښنه غواړي، چې د دوی پالیسي پاکستان له پاره ستونزې جوړې کړي، خو که پاکستان داسې پالیسي نه غواړي، نو را دې شي د ټوپک په زور دې خپلې پالیسانې تطبیق کړي او کندهار دې بمبار کړي.

پرویز مشرف ته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستیال ویلي وو، چې امريکا غواړي د طالبانو سره له بېلابېلو لارې خبرې وکړي.

توماس پیګرنګ زیاته کړې وه، د امريکا تر ټولو لویه ستونزه دا ده، چې " زموږ تر ټولو ښه دوست، زموږ تر ټولو بد دښمن سره ښه دوست دی."

د ياد هېواد د بهرنيو چارو وزارت مرستیال ویلي وو، چې داسې ښکاري د پاکستان او امريکا ترمنځ اړيکې ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دي.

 هغه مهال پرویز مشرف زیاته کړې وه، چې پاکستان د امريکا اندېښنې ښه درک کړي.

هغه دا هم ويلي وو، چې د اسامه بن لادن، په پاکستان کې د ترهګرو د روزلو، طالبانو ته په پاکستان کې د پټنځايونو د ورکړې او د سولې خبرو اترو په هکله پاکستان د امریکا اندېښنو ته يې پام دی.

د ملاعمر په هکله ځينې پټې خبرې په داسې حال کې خپاره کيږي، چې څه باندې يومیاشت وړاندې د هغه د مرګ خبر خپور شو.

د ده د مرګ خبر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې خبرو اترو په حساس پړاو کې خپور شو.

د سولې د خبرو اترو دویمې ناستې څو ورځې پاتې وې، چې د طالبانو له لوري خبر خپور شو، چې ملاعمر دوه کاله وړاندې مړ شوی او دوی د سولې خبرو اترو دویم پړاو ته تر نامعلومې نېټې پورې نه دي حاضر.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام