په کندوز کې د جګړې ځينې بې ځایه شوي کوچنيان له لوږې مړه شوي

د تخار ولایت سيمه ییز چارواکي وایي، چې د کندوز د جګړې له ويرې کوم ماشومان، چې دغه ولایت ته کډه شوي وو، د لوږې له لاسه يې ځينې مړه شوي دي.

د کندوز له جګړې د وخت په تېرېدو سره غم پارونکي خبرونه اورېدل کيږي.

د تخار ولایت سرپرست والي عبدالطیف ابراهيمي سلام وطندار سره د خبرو په ترڅ کې وویل، چې له کندوز ولایت څخه زیات شمېر کډوال دغه ولایت ته راغلي او که چېرې له دوی سره لازمې مرستې ونه شي، نو انساني ناورين به رامنځ ته شي.

هغه وايي، چې سيمه ییز حکومت د بې ځایه شويو نومونو د ثبتولو له پاره مامورين ټاکلي او د دوی لومړني معلومات دا په ګوته، چې شاوخوا ۷ زره کندوزي کورنۍ تخار ولایت کې مېشت شوي.

د تخار سرپرست والي زياته کړه، چې دغه بې ځایه شوي، څښاک، پوښاک، سرپناه او خوراکي توکي نه لري او د سړکونو په غاړو کې شپې او ورځې په لوږې خيټه سبا کوي.

د تخار سيمه ییز چارواکي د کډوالو له پاره يې یو کېمپ هم جوړ کړی، چې په هغه کې بې ځایه شويو کډوالو غذايي مواد او دواګانې ويشي.

د هغه په خبره، د سیمه ییز حکومت له لوري سيار ګروپونه د شپې له خوا د بې ځایه شويو کډوالو په ټولو بوخت وي.

په همدې حال کې د کندوز ځينې بې ځایه شوي هغه کډوال، چې د تالقان مرکز تخار کې مېشت شوي وايي، تر اوسه د دولت له خوا له دوی سره مرسته نه ده شوې.

خو د تخار سرپرست والي وايي، چې دولت دغې موضوع ته جدي پاملرنه کړې او ټولو ته يې د مهاجرت کارت ورکړي دي.

له بل لوري په تخار ولایت کې د سره صليب رییس جاوېد مخدوم زاده وايي، چې دوی تر اوسه په کندوز ولایت کې له ۵۰۰ زياتو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې کړي.

د هغه په خبره سيمه ییز حکومت د تالقان ښار په حوزو ويشلي او د سره صليب بنسټ په "شهرکهنه" او "گولایي باغ" سیمو کې په بې ځایه شویو وګړو مرستې ویشي.

د تخار سرپرست والي هم د دوی مرستې تايدوي، خو وايي، چې نور بنسټونه تر اوسه په دغه برخه کې مرستې نه دي کړي.

د کډوالو چارو وزارت له دې وړاندې ویلي وو، چې د کندوز جنګ شاوخوا ۵ زره کورنۍ کډه کولو ته اړ کړي دي.

ياده دې وي، چې د مشرانو جرګې ځينو غړو په نننۍ ناسته کې د کندوز پېښو ته په اشارې سره وویل، چې د لسو ورځو په تېرېدو سره امنيتي ځواکونه په ډېری ټکنۍ سره دغه عمليات پر مخ بیايي او دغه موضوع به د دې لامل شي، چې د کندوز جګړه لا اوږده شي او ان ځينې ولايتونو ته به هم سرایت وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام