
د روژې مياشتې له پيله تر اوسه پورې په کندوز، جوزجان، سرپل، تخار، بلخ، بدخشان، دایکندي او هرات ولايتونو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې جګړې شوې دي.
د يادو ولايتونو ځايي او امنيتي مسوولان وايي، د روژې مياشتې له پيل تراوسه پورې د نښتو او د طالبانو له لوري په ډلهييزو بريدونو کې ۵۰ امنيتي ځواکونه وژل شوي او ۶۳ نور ټپيان شوي دي.
له دې ډلې ۱۰ امنيتي ځواکونه په کندوز، ۹ په جوزجان، ۹ سرپل، ۹ سمنګان، ۵ بلخ، ۵ تخار، ۲ بدخشان او يو هم په دايکندي کې وژل شوي دي. همداراز ۸ نظاميان په کندوز، ۱۲ په جوزجان، ۱۰ سرپل، ۵ سمنګان، ۷ بلخ، ۶ تخار، ۱۰ بدخشان او ۵ هم هرات ولايت کې ټپيان شوي دي.
د هغو معلوماتو له مخې چې سلاموطندار ته رسېدلي ښيي چې د ياد شمېر امنيتي ځواکونو ډېره مرګژوبله په کندز، سمنگان، جوزجان، سرپل، تخار، بلخ او بدخشان ولايتونو کې اوښتې ده.
د جوزجان د والي وياند عبدالمعروف اذر سلاموطندار ته وايي، د روژې له پيله تر اوسه طالبانو د ياد ولايت په مرکز او ولسواليو کې پر امنيتي ځواکونو ۱۳ ځلې وسلهوال بريدونه کړي دي.
د اذر په وينا، په دې بريدونو کې ۹ ولسي پاڅونکوونکي وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي او همداراز ۱۶ طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان شوي دي.
د جوزجان، سمنگان، بلخ، دایکندي، سرپل، کندز او بدخشان ولايتونو ځايي او امنيتي مسوولان وايي، په دې نښتو کې ۶۹ طالبان وژل شوي او ۴۴ نور ټپيان شوي دي.
د دوی په وينا، ۱۶ طالبان په جوزجان، ۱۵ په سمنگانو، ۱۲ په بلخ،۱۲ په دایکندي، ۶ په سرپل، ۴ په کندوز او ۴ هم په بدخشان ولايت کې وژل شوي دي. همداراز ۲۰ طالبان په جوزجان، ۲په سمنگانو، ۶ په بلخ، ۶ په دایکندي، ۷ په سرپل، ۱ په کندوز او ۲ هم په بدخشان ولايت کې ټپيان شوي دي.

د بلخ د امنيې قومندانۍ وياند عادلشاه عادل وايي، امنيتي ځواکونو د شورتپې ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې د طالبانو پر ضد پوځي عمليات کړي چې په پايله کې يې د طالبانو د ۲ قومندانانو ملاعبدالجبار او ملا ولي په ګډون ۱۲ طالبان وژلي.
وموغوښتل چې په دې اړه د ملي دفاع وزارت نظر هم ولرو خو د ياد وزارت مسوولانو د امنيتي ځواکونو او د طالبانو د مرګژوبلې د شمېرو په اړه د معلوماتو له ورکړې ډډه وکړه.
په ورته وخت کې د ملي امنیت شورا وايي، طالبانو د روژې میاشتې لومړۍ اوونۍ کې ۱۷ ملکي وګړي وژلي دي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل نن یکشنبه پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي چې طالبانو د روژې میاشتې لومړۍ اوونۍ کې ۱۷ ملکیان وژلي او ۴۹ نور یې ټپیان کړي دي.
فیصل لیکلي چې دغه ملکي وګړي ماین چاودنو او یا هم د طالب وسلهوالو مخامخ ډزو کې وژل شوي دي.
له دې سره د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ ویلي و، دې وروستیو کې د طالبانو بریدونه زیات شوي چې د تېرکال د حوت میاشتې له لسمې تراوسه، د طالبانو د سړک غاړې ماین چاودنو، ملکي سيمو کې نښتو او ځانمرګو بریدونو کې ۳۸۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۹۰ نور ټپيان دي.
طالبانو تراوسه دې برخه کې نظر نه دی ورکړی.





